ښایي ټرمپ څو ساعته وروسته د افغانستان او منځنۍ آسیا په اړه د امریکا تګلاره اعلان کړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۳۰ فرید افغان)

له ډیرو جنجالونو، خپلمنځي اختلافاتو وروسته امریکایي مطبوعاتو خبر ورکړی چې ټرمپ د افغان جګړې د تداوم او اختتام په اړه وروستۍ پریکړه کړې او ښایي څو ساعته وروسته یې اعلان هم کړي.

امریکایي تلویزیون اې. بي. سي راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ به نن د واشنګټن په وخت د شپې ۹ بجې او د افغانستان په وخت د دوشنبې د سهار په ۸ نیمو بجو خپله ستراتيژي اعلان کړي.

د معلوماتو له مخې هغه به واشنګټن ته څېرمه په ارلینګټن مایر پوځي سیمه کې خپلو پوځيانو ته د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خبرې وکړي او خپله تګلاره به روښانه کړي.
ټرمپ په مخ کې څو انتخابونه درلودل چې شاوخوا ۷ میاشتې یې له خپلو سلاکارانو او کانګرس له غړیو سره اختلافات او چنې ووهلې.
د انتخابونو له جملې د ټولو ځواکونو ایستل، د نورو ځواکونو زیاتول، کرایي جګړه مارو ته جګړه پریښوودل، د ځواکونو ایستل او د استخباراتي جګړې پیاوړتیا او د ډرون حملو زیاتوالی، ورسره د افغان عسکرو پوره اکمالول هم شامل ؤ .
د دې ټولو انتخابونو غوره کولو سره امریکا غواړي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي وساتي او تر ډیره د ټرمپ ادارې د افغانستان په کانونو، معادنو کې سترګې ګنډلې دي.
ارګ ویلی چې د امریکا هره پریکړې ته لبیک وایي او اشرف غني هم تیره ورځ د جنرال نیکولسن سره په یوه غونډه کې څرګنده کړه چې دوی د بین المللي ګټو لپاره ګمارل شوي ژمن جنګیالي ځان بولي او د هرې تګلارې څخه یې حمایت کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button