شمالي کوریا: امریکا د یو سپي، او بل احمق لخوا اداره کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۳۱ فرید افغان)
وروسته له هغه چې جنوبي کوریا او امریکا د ۱۷ زره سرتېرو په ګډون ګډ پوځي عملیات پيل کړل، شمالي کوریا د دې دواړو هیوادونو په دغه اقدام سخته قهریدلې ده
د شمالي کوریا د حکومت رسمي خبرپاڼه کې د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس لیوني سپي ته ورته بلل شوی دی،
د شمالي کوریا په وینا امریکایي دفاع وزیر د هغه یاغي شوي سپي په څیر دی چې کله نا کله د بادار خبر هم مني.
د شمالي کوریا خبرپاڼې همداراز امریکایي ولسمشر ټرامپ د بې شعوره او احمق سړي په نوم یاد کړی ، او په وینا یې چې نوموړي ته له خپله ذهنه هر کثافت په مخه ورشي پر خپل ټوېټر لیکي.
د شمالي کوریا په آند امریکا د داسې غبرګو بې عقلو څیرو لخوا اداره کیږي چې باچا او وزیر دواړه د لیونتوب او جهالت تر پوندو رسیدلي او ښایي دواړه د خپل جهالت له کبله په سیمه او امریکا کې اورونو ته لمن ووهي.
د شمالې کوریا خبرپاڼې ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا مانورونه به بې ځوابه پری نږدي
باید وویل شي چې امریکایي دفاع وزیر ته څوکاله مخکې د لیوني سپي لقب ډالۍ شوی ؤ، او ټرمپ هم د امریکایي مطبوعاتو لخوا څوځله د کثافاتو په ټویټ کولو تورن شوی ؤ.
.



