ټرمپ دې د مخکېنیو ولسمشرانو تېروتنې نه تکراروي!/ محمد دُرانی

تبصره
امریکا له تېرو اوولس کلونو راهیسې په افغانستان کې یوه نامعلومه جگړه پیل کړې، چې تراوسه یې نه د پای درک معلومېږي او نه امریکايي چارواکي په ښکاره وايي، چې دغه جگړه به کله پای ته ورسوي.؟
د امریکا مخکېني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په مشرۍ دلته جگړه پیل کړه. اوسني حقایق دادي، چې امریکا دلته په بشپړه توگه ماته شوې او د خپلې ماتې د پټولو لپاره بېلابېلې پلمې کوي.
پخواني ولسمشر بارک اوباما هم څو ځلې ویلي وو، چې دی به د عراق او افغانستان جگړې پای ته ورسوي؛ خو عراق کې یې داعش وسلهوال واک ته ورسول او یو سولهییز عراق یې د جگړې لومړۍ کرښه کړ. امریکا غواړي د عراق لوبه افغانستان کې هم وکړي؛ خو دلته ددې ناخوالو د مخنیوي یوازې او یوازې سترگې طالبانو ته اوړي؛ ځکه طالبان زرگونه سرتېري لري او په هر وخت او په هر قیمت چې وي، اوسنۍ جگړې ته به د حل لار لټوي.
ډونلډ ټرمپ د میلیونه افغانانو هغه هیلې په اوبو لاهو کړي، چې د افغانستان په اړه یې خپله تگلاره اعلانوله. افغانانو فکر کاوه، چې ټرمپ به پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي او له افغانستانه به خپل پوځیان وباسي؛ خو د تېرې شپې اعلان یې هر څه په اوبو یوړل.
ټرمپ مخکې هم ویلي وو، چې دی به افغانستان ته د درې زرو نیولې تر پنځو زرو نور عسکر ولېږي؛ څو د طالبانو سره په مخامخ جگړه کې د افغان عسکرو ملا وروتړي؛ خو تېره شپه یې نه د پوځیانو شمېر او نه هم د لېږلو ټاکلې نېټه یې په ډاگه کړه.
ټرمپ وویل، له افغانستان نه د امریکايي عسکرو له وتلو سره مخالف دی؛ ځکه دی نه غواړي چې په افغانستان کې د واک تشه رامنځته شي. په داسې حال کې چې اوسنی گډ حکومت د امریکا هغه ډالۍ ده، چې تراوسه ترې افغانان ځوریږي.
ټرمپ دې په پوه شي، چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او یوه ورځ نه یوه ورځ امریکايي عسکر د انگرېزانو او روسانو په شان له افغانستان نه ټیټې سترگې وځي؛ ځکه دلته هېڅ افغان نه امریکايي عسکر غواړي او نه د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت.
که چېرې افغانانو داسې حالت زغملی شوای؛ نو اوس به د امریکايي عسکرو پر وړاندې هېڅ ولسي پاڅون نه وای شوی او د لومړنیو کلونو په شان به امریکايي عسکرو خپلې مزې کولای.



