کرزی: امریکا د تیر په څیر بیا په ناکام جګړییز حل ټینګار کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۳۱ فرید افغان)

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا نوې تګلاره غندلې او هغه یې په سیمه جنګ ته د لمن وهلو پلمه بللې ده.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزی د امریکا ددغه اقدام مخالفت کوي او غندي یې.
کرزی زیاتوي؛ افغانان په خپل کور و سیمه کې د دایمې سولې او ثبات تږي دي او له جګړې څخه نور ستړي شوي
د کرزي په خبره چې په نوې ستراتیژی کې ،د جګړې د اور پراخېدل او د وژنو او تخریب دوام ته اشاره شوې ده.

د کرزی په وینا واشنګټن په سیمه کې باید د امن او سولې لپاره رامخته شي نه د جګړې د لاپراخیدو پخاطر.
کرزي ویلي ، چې د ستراتيژۍ تر دقیقې مطالعې وروسته به د هغه په اړه خپل اړخیز دریځ روښانه کړي.
باید وویل شي چې طالبانو هم د یادې ستراتیژی غندنه کړې او امریکایې د جګړو په تداوم تورنه کړې او همداراز یې ګواښ کړی چې د اشغالګرو تر بشپړې ماتې به په پوره میړانه د هغوی پرضد مبارزه کوي.
خو د ګډحکومت غبرګو مشرانو بیا د یادې تګلارې هرکلی کړی دی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button