مجاهد: د زور او فشارونو په ژبه موږ له چا سره سوله نکوو.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی۱ فرید افغان)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې” په کابل کې میشت امریکایي جنرال نیکولسن ویلي چې د ټرمپ د استراژۍ د اعلان معنا داده چې نور طالبان جګړه نشي ګټلای او باید د سولې لار خپله کړي، تاسو په دې اړه څه وایئ؟”
ویلي چې؛ موږ په تیرو شپاړسو کلونو کې دامریکایي اشغالګرو ډیرې قوي، پراخې او عملي استراتیژۍ ناکامه کړې دي، او ان شاء الله داخبره به موږ دوی ته بیا ثابته کړو.
طالب ویاند ویلي چې دوی د جهاد او مبارزې لپاره ډیر وخت لري، او په وینا یې چې د زور په ژبه هیڅ سرزوري ته سر نه ټیټوي.
مجاهد زیاتوي نیکولسن دې په دې باره کې له خپلو پخوانیو اسلافو، خصوصا جنرال مکرسټال، جنرال ډیویډپیټرایس او له نورو امریکایي استراتيژستانو څخه خپل معلومات بشپړ کړي، چې ایا طالبان جګړه ګټلای شي او کنه؟

طالب ویاند د دې په باره کې چې دوی به سولې ته چمتو شي کنه؟ ویلي چې؛ د زور او فشارونو په ژبه موږ له چا سره سوله نکوو.
البته خبرې او مذاکرات به مو له هغه چا سره کړی وای چې دخبرو او مذاکراتو په ارزښت او د متقابل جهت په درناوي پوهیږي.
د طالب ویاند په خبره چې اوس امریکایان لاهم د جګړې، زور او فشار خبرې کوي، خو د ده په په وینا چې طالبان به په متانت سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او لا یې هم زرګونه ځوانان د فدایي بریدونو لپاره نوبت ته ناست دي.
طالب ویاند خبرداری ورکړی چې دوی به په نیږدې راتلونکي کې نیکولسن ته ثابته کړي چې له څه ډول خلکو سره مخامخ دی.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې اشرف غني او نیکولسن ویلي ؤ چې طالبان دې یا تسلیم شي، او یا به یې زمونږ کمانډو ووژني چې ځینې شنونکو یې خبرې خندنۍ بللې وې
د طالب ویاند توند عکس العمل داسې مهال راځي چې تیره ورځ امریکایي ولسمشر له ۷ میاشتو جنجالونو او اختلافاتو وروسته د افغانستان پر وړاندې خپله ستراتیژي اعلان کړه، چې له مخې به یې امریکایان له افغانستان څخه په ټولیز ډول نه وځي خو جنګي عملیات به زیاتوي.
له دې سره به امریکایان هڅه کوي چې د افغانستان کانونه، خوندي زیرمې راوسپړي تر څو اقتصادي تشه له همدې لوري پوره کړي.

د امریکا ولسمشر په نوې ستراتېژۍ کې امریکايي قوماندانانو ته د عسکرو د شمېر زیاتولو او کمولو او د هر راز قوې او وسلو د کارونې واک ورکړی دى
اشرف غني او عبدالله د یادې ستراتېژۍ تود هرکلی وکړ او هغه یې له افغانستان سره د مرستې د دوام په معنا وبلله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button