راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱
امریکایي ولسمشر ټرمپ تیره ورځ د افغانستان په اړوند د خپلي پالیسی هغه وینا وکړه چي د امریکا، افغانستان او سیمي خلک د ډېري مودې ورته په تمه ول.
پداسې حال کې چې نوموړي څو کاله مخکي او د جمهوری ریاست لپاره د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي څو څو ځله د افغانستان جنګ یوه بې ضرورته جګړه بللې وه او ویلي وه چي له افغانستان څخه به، چي امریکا ته د سر اومال په ډېره ګرانه بیه پرېوتلی او پرېوزي، خپلي قواوي را باسي؛
غربي مطبوعات وایي چې طالبان هغه طالبان نه دي چي امریکا غواړي د سولي خبرو ته یې کښېنوي، د افغانستان حکومت هم دا مني چي د هیواد په سلو کي پنځه دیرش خاوره د طالبانو په لاس کي ده
امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي که چېري امریکا او د افغانستان حکومت یوه اوږده جنګ ته تیاری نیولی وي نو طالبانو هم د اوږدې جګړې لپاره ځانونه تیار کړي دي. د امریکا پوځي مقامات وايی چي طالبانو ته په کال کي لس زره تنه تلفات رسېږي. په داسي حال کي چي ایله پنځه کاله مخکي د امریکا استخباراتو وویل چي د طالبانو ټول قوت شل زره تنه دی. دورځپاڼې په باور ددې معنی دا ده چي طالبان په وژلو نه کمېږي.
ورځپاڼه، د سنګین په اولسوالي کي، د طالبانو د یوه قوماندان حاجي نقیب الله له قوله لیکي چي د حاجی احمدالله د کورنی دیارلس تنه په جنګونو کي وژل سوي دي مګر د هغوی ځای بیرته د ده ورېرونو ډک کړی دی. د ملا عبدالسلام څلور زامن وژل سوي او اوس یې پنځم زوی جنګ ته داخل سوی دی. د حاجي نقیب الله درې د کاکا زامن وژل سوي دي او د ده مور اوس له کونډو او یتیمانو سره ژوند کوي.ورځپاڼه په پای کي لیکي چي د طالبانو یوه قوماندان د جمهورریس ټرمپ له وینا څخه وروسته بي بي سي راډیو ته وویل چي ټرمپ باید په دې پوه سي چي افغانستان د بوش او اوباما د وختونو وطن نه دی او موږ تسلیمېدلو ته تیار نه یو؛ موږ له جنګه لاس نه اخلو او نور شپاړس کاله جنګ کولای سو.
جمهور رئیس ټرمپ په خپله وینا کي څلور ځله د بري او اووه ځله دښمن ته د ماتي ورکولو خبره یاده کړه. مګر دا معلومه نه سوه چي بری به څرنګه وي.
د سیګار او نورو امریکايي سرچینو په وینا؛ په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې ۴۲۰۰۰ طالبان وژل شوي دي او شاوخوا ۳۵۰۰۰ نور پاتې دي.
نو که د سیګار د احصاییو په اساس حساب وکړو نو لږ تر لږه ۱۳ کاله نورې جګړې ته اړتیا ده چې طالبان په مکمله توګه ختم شي.
او دا پوښتنه هم پیداکیږي چې څرنګه تر سل زرو کمو خلکو شاوخوا یونیم لک بهرني پوځیان، او ۴ لکه داخلي عسکر یې له ټولو پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سره مات کړل؟
واشنګټن پوسټ هم شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې فکر نکوي د ټرمپ پالیسي دي ګټوره ثابته شي
ورځپاڼې ویلي چې ټرمپ په یوه مهال هم د افغانستان د کانونو څخه د ګټې هیله لري له بلې خوا د طالب ضده جګړې شعار ورکوي، او له بل لوري خپله دست نشانده ادارې ته هم بسپنې نه ورکوي، پداسې حال کې چې د دې ادارې ټوله بقا او فنا د امریکایي چارواکو تر جیبونو تړلې ده.
بلخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازی جیمز ډابنز دغه سیمې لپاره د ټرمپ نوې تګلاره ناکامه بللې ده او وایي چې جګړه په جګړې نه بلکې په سیاسي جوړجاړي ختیمدلی شي.
نوموړي زیاته کړه “زه فکر کوم چي د ولسمشر ټرمپ د جنګ د ګټلو او نه ګټلو له انتخاب سره مخامخ دي. خو که د جګړې د ګټلو مانا دا وي چې جنګ ختم شي او ټول په خوشحالۍ سره بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، د بري داسې کوم انتخاب نشته. د جګړې د ګټلو داسې یو انتخات نشته”.


















