کابل کې چاودنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱): د مرکز کابل په پنځمه حوزه کې تېره شپه ناوخته درې غبرګې چاودنې وشوې، چې له امله يې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي سرچينې وايي، چاودنې بيګا شپه د ۸ بجو په شاوخوا کې د کوټه سنګي په سيمه کې رامنځته شوي، چې په پايله کې يې ۸ تنه سرتيري ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، ناڅرګندو کسانو پر يوه امنیتي پوسته لاسي بمونه وغورځول چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې د دوی پلويانو د پنځمې حوزې مربوط کوټه سنګي سيمه کې د دولت د جلب و جذب په مرکز کې څلور تکتيکي چاودنې کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه پوليس وژل شوي او په ګڼ شمير کې نور ټپيان دي.

د کابل ښار امنيتي مسئولينو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

په دې وروستيو کې په کابل ښار کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه او چريکي بريدونه ډير شوي، چې وخت ناوخت پکې د امنيتي ادارو کارمندان او لوړپوړي چارواکي د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button