چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په راتلونکو جګړو کې به څه پېښ شي ؟

امین الله نشرونکی: امین الله
اگست 23, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
10
ځلې شریک شوی
127
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : امین وردګ

دا چې : د ټولو انسانانو ژوند له دریو پړاوونو (تېر ، اوس او راتلونکي / یا ماضي ، حال او استقبال یا مضارع) سره تړاو لري ؛ چې دوه لومړي پړاوونه (ماضي او حال) يې یقيني ، مګر دریم پړاوچې : هغه (راتلونکی دی) په شک کې وي ؛ مانا دا چې : معلومه نه ده ! آيا استقبال به د ژوند جوړښت ته ورګډ شي او که نه ؟ نو ځکه خو ډېری انسانان په حال کې (ماضي ته په کتو سره) راتلونکی ګوري او بیا د وړاندې تګ لپاره پلان جوړوي.
خو دا فارموله هم سل په سل کې موفقه نه وي ؛ بلکې کله ناکله د انسان د غوښتنو او یا ارزیابۍ خلاف پېښې هم منځنته راتللی شي چې : پدې باندې ټول پوهان سره یو اند او متفق دي ؛ مګر هغه څه چې : د انساني مېتود په لاره کې اسلامي عقيدو والاوو ته پیاوړی ځواک وربښي ؛ هغه (په الله توکل او په تقدير یقین دی) چې دغه دواړه د مسلمان انسان لپاره تر ټولو ستر سکون هم بلل کيږي.
(( په الله توکل او په تقدير یقین)) هغه لويې الهي لورېينې دي چې : زموږ رب (الله متعال) یوازې په خاصو مسلمانو بندګانو باندې لورولې ؛ په نورو انسانانو کې دا الهي تحفې نشته ، بلکې هغوی راتلونکي ته دومره چورتونه وهي چې : حد نه لري ، همداراز ! چې ؛ کله څه ورته پېښ شي هم ډېر فکر پکې کوي او سخت یو بل سره ملامتوي چې ګني : دا کار ولې وشو ؟ ولې داسې وشي ؟ ولې دې دا کار داسې وکړ؟ که يې پخپله کړی وي نو بیا په ځان لعنتونه وايي او خپل ځان محکوموي او مردودوي يې ، مګر لله الحمد ! مسلمان ته الله پاک یو ډېر لوی قانون غوره کړی چې : په تېر او راتلونکي کې همدغه د (تقدير پرېکړه) برحقه بولي او په چا ملامتیا نه ور اچوي ، نه ځان ډېر تحديدوي ، راتلونکي ته هم ډېر نه وارخطا کيږي ځکه چې : دلته هم د تقدير اصول ورته لري او وايي : ((ماشاءالله کان و ما لم یشاء لم یکن)) ژپاړه : څه چې الله وغواړي هغه کيږي او څه چې الله و نه غواړي هغه نه کيږي ، نو ځکه خو دغې الهي زيري ته په کتو سره ، ښه ډاډه خپل مسير ټاکي او مخته حرکت کوي ! سبحان الله څومره ستر سکون !
همدا لامل دی چې : مسلمانان په ډېرو حساسو او سختو حالاتو کې هم بيخي مطمئن او بریالی مخته ځي.
اوس راځو اصل موضع ته… ! موږ هم اوس یواځې انساني تخمین کوو او ماضي ته په کتو سره ویلای شو چې : د افغانانو په وړاندې ؛ جدي او ظالمانه جګړې لا هم پاتې دي ، اصل کې خو کار د الله پاک بولو او تقدیر ته یې سپارو ، یواځې خپل انساني کوښښ کوو ، طرحه او بیا پلان سنجوو ، له هغه وروسته توکل کوو او د تقدير خواته ور تښتو ؛ خو هو ! دا هر څه ښه ډاډه تر سره کوو ځکه چې : له ځانونو سره د تقدیر او توکل دواړو سکون لرو.
امریکایانو او د هغوی متحدینو (سره له نورو اجريرو او مزدورو څېرو) خو دا دی ؛ څه باندې شپاړس (۱۶) کاله په افغانستان کې (له مظلوم ولس سره) بې رحمانه جګړه وکړه او له هر ډول غیر قانوني وسلو او جنګي سرغړونو څخه يې کار هم پکې واخیست ؛ خو بریالي نشول او په ټوله نړۍ کې يې نوم هم بد شو چې : د دوی په اند ((ډلګۍ)) نړيوال سوپر طاقت ((صفر)) ته راټيټ کړ او دوی اوس په هغو اولنیو ادعاوو سخت پښېمانه هم دي چې ؛ طالبانو ته به یې قوت نه ؛ بکلې ((ډلګۍ)) ویله ؛ نو اوس یو ځل بیا دوی کوښښ کوي ؛ تر څو هغه خپل تللی غرور او حیثیت بېرته لاسته راوړي او جګړه د ځانونو په ګټه او بریا سره پای ته و رسووي ، غواړي چې ؛ له افغانستان څخه داسې ووزي لکه: راغلي چې وو! مګر دا (د دوی لپاره) یو خوب او یو خیال بولم ، نور څه نشي کېدای.
که څه هم ! دا خبره تکراري ده چې : امریکایانو ؛ د یو لک دېرشو زرو (۱۳۰۰۰۰) پوځیانو د شتون په صورت کې هم له افغانانو څخه جګړه و نه ګټله ، نو په زرګنو خو يې بیخي نشي ګټلای ان شاءالله ؛ خو مهمه دا ده چې : ولې امریکا داسې ظالمانه استراتيژي د خپلو بچیانو لپاره خوښه کړه چې : په راتلونکي کې به یې ډېری ، یا هم شاید (که و نه تښتي) ټول ووژل شي ؟
دا چې خاتمې مستوري دي او یوازې الله پاک ته معلومات شته چې : په راتلونکي کې به څه پيښيږي ؟ خو بیا هم موږ د تخمین له زاویې (او تېر ته په کتو سره) اټکل کولای شو چې: امریکا د زوال په لور خطرناک سفر ته ادامه ورکوي او د طالبانو له نرم انساني دريځ څخه یې ګټه په برخه نشوه.
زما په اند !
کېدای شي چې: په راتلونکو جګړو کې لاندې پېښې رامنځته شي :
۱ – هوايي بريدونه به (بې مخینې) ډېر شي او ډېری قربانیان به يې عام وکړي وي ؛ خو پړه به یې په (کابل اداره) ور اچول کيږي او هغوی به هم له ځان څخه دفاع نشي کولای ، بلکې په مړو غوږونو او پټه خوله به یې مني.
۲ – داسې وسلې به وکارول شي چې : لا تر اوسه نه دي کارېدلې.
۳ – جګړه به د پخوا په پرتله ظالمانه او وحشیانه شي.
۴ – داعش جنګیالي او د حکمتیار ګوند به (د غربیانو له خوا) پياوړي شي ؛ تر څوهم د طالبانو په وړاندې جدي خنډونه جوړ کړای شي او هم د کورنیو جګړو د پرمخ بېولو جوګه و ګرځي او جمیعت هم کېدای شي چې : په دوو ډلو ووېشل شي ؛ یوه ډله به یې آپوزيسیون وي او بله به په واک کې اوسيږي.
۵ – طالبان به یو پر دوه قوي شي او تر دې به ډېری سیمې لاندې کړي ؛ ځکه چې : ولسي ملاتړ به یې ورځ تر بلې ډېريږي او سولييز پيغام به یې په ولس ، سیمه او نړۍ کې خواخوږي هم ډېر کړي مګر د عامو خلکو قربانۍ به ورځ تر بلې زیاتې شي.
۶ – په دولت کې به دننه نفاق ډېر شي او دا هم کېدای شي چې (۳۰ ٪) دولتي کارکوونکي د طالبانو سره لاسونه یو کړي ، خو په ښکاره به د دولت معاشونه اخلي.
۷ – شمالي ائتلافونه به (د افغانستان د تجزيې په تکل) په ملشيي توګه ؛ تر خپلې سلطې لاندې ؛ ولسي خلک (جبراً) جګړو ته اړ کړي او په دغې لاره کې به یې روسیه ملاتړې وي .
۸ – جندرال عبدالرازق به له طالبانو سره پټې خبرې پيل کړي ، خو بیا به ووژل شي.
۹ – اشرف غني به په راتلونکو اتنخاباتو کې ناکام شي او ممکن یو نوی کس (…؟) د امریکایانو لخوا ، په کابل کې ؛ د اقتدار په ګدۍ کېني.
۱۰ – هر څوک چې د سولې هڅې کوي ؛ هغه به یا وژل کيږي او یا به د تورو تمبو شاته ځي.
۱۱ – پخواني کمونستان به په لوړو پوستونو کې وګمارل شي.
۱۲ – هند ته به اجازه ورکړل شي تر څو : له طالبانو سره مخامخ په جګړو کې ونډه واخلي.
۱۳ – په پاکستان کې به شاید ګډوډي رامنځته شي او کېدای شي چې : د بلوچستان د خپلواکۍ نغارې هم و ډنګول شي ؛ خو په دې تړاو به ډېرخلک ووژل شي اوځینې به بندخونو ته واستول شي.
۱۴ – امریکایان به تر ( ۲۰۲۰ م) کال پورې دلته پاتې وي او له هغه وروسته به لومړی په افغانستان کې کورنیو جګړو ته اورونه ورکړي او بیا به شا ور واړوي.
۱۵ – امریکایان به له افغانستان څخه ؛ یورانیم ، پوتاشیم ، تورانیم ، بیرایت ، فلورایت ، نفلین ، نبیوم ، تانتالیم ، فاسپورس ، توریم ، همداراز ! نورې قیمتي ډبرې لکه : یاقوت ، زمرود ، لاجورد ، طلا او داسې نور… هغه قیمتي غمي له افغانستان څخه وباسي چې : لا تر اوسه پټ ساتل شوي دي همدا راز به د نفتو او مسو واک هم تر لاسه کړي.
۱۶ – کېدای شي چې : طالبان (دافع هوا) وسلې هم ومومي او د دغو وسلو په واسطه به ډېرې امریکايي الوتکې را و غورځولای شي .
۱۷ – که د پاکستان له خوا افغان طالبانو ته زیان و رسېدلو ؛ نو کيدای شي چې : افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره لاسونه یو کړي او په کوزه پښتونخوا کې خطرناک بريدونه پیل کړي ؛ چې کېدای شي په هغه صورت کې به په طالبانو (د امریکا لخوا) هوايي بمبارونه هم کم شي ؛ ځکه چې : امریکا همدغه غواړي ؛ تر څو طالبان او پاکستان په جګړه کې ښکېل وګوري دا هم امکان لري چې په داسې حال کې به امریکا د طالبانو سره اړيکې جوړول پيل کړي مګر طالبان به تیار نشي.
۱۸ – که قبائلي سيمې ناامنې شوې او د طالبانو تلفات هم زیات شول ؛ نو کېدای شي چې : طالبان نورې نړۍ ته لاسونه اوږ ده کړي او نوره نړۍ به یې هم په ورین تندي سره بلنې ومني ؛ ځکه چې : طالبان به په نړۍ کې یوازينی ځواک وي چې : امریکا به تحدیدولای او په ګونډو کولای شي ، نو طبعاً د امریکا ضد ولسونه او حکومتونه به په پټه ، یا هم کېدای شي په ښکاره توګه د طالبانو شاته و دريږي.
۱۹ – که سوله ونشي نو په افغانستان کې به دومره وينې وبهيږي چې : مخکې به چېرې هم نه وي بهېدلې.
۲۰ – طالبان هم کېدای شي په دوو ډلو سره و وېشل شي : یوه به یې له افغان دولت سره (د حکمتیار په توګه ) خبرې پيل کړي او تسلیمه به شي ، خو دا به یوه ټوټه وي ، نه غوڅ قوت او پیاوړې ډله چې : طالبانو ته صدمه و رسوولای شي ! او شمېر به یې هم ډېر کم وي ؛ خو ځانته به نیم امارت وايي.
هغه بله ډله به بیا جګړه مخته وړي ؛ خو بیا به هم دغه (جګړې والا ډله) برلاسې وي او ملت به هم له همدغې (مبارزې) ډلې سره ولاړ وي ؛ ځکه چې : دا ډله به (د ملت په خوښه) د جګړې میدانونو ته وزي ، د ملت خیر به غواړي او د ملت د بچیانو انتقام به اخلي ؛ نو خود به ملت له دوی سره وي.
۲۱ – جګړه به (افغان ولس) ګټي چې ؛ مشري به يې دطالبانو په غاړه وي .
۲۲ – امریکایان به شړل کيږي او په تور مخ به افغانستان پرېږدي.
۲۳ – د ناټو تړون به له منځه ځي.
۲۴ – متحده ایالتونه به سره پاشل کيږي او اتحاد به يې ړنګيږي.
۲۵ – امریکایان به له (۲۰۲۰م) کال وروسته په داسې حال کې له افغانستان څخه د تګ تکل کوي چې : افغانستان به يې د (کور په کور) جګړو په درشل درولی وي او چې ؛ څنګه امریکایان د وتلو هوډ وکړي ؛ نو سم له لاسه به (د بې مسئولیته ګوندونو تر منځ) پخوانۍ غوندې جګړې یو ځل بیا پیل شي ، خو په پنځو کلونو کې به یې (د الله پاک په مرسته او د ولس په مټو) ټغر بیا هم طالبان ور ټول کړي او دوی به یو ځل بیا شمالي ولایتونو ته سره کوټه شي ؛ خو کېدای شي په دغه وخت کې يې ؛ روس ، چین او هند هم ملاتړ وکړي او دا هم امکان لري چې : پاکستان هم ورسره مل وي مګر په پټه ؛ تر څو د افغانستان اوسنۍ نسبي جغرافیا ړنګه او دا ملک دوې (۲) ټوټې شي ، نو به ایله بیله د ((ډېورنډ د کرښې)) مسئله سړه شي.
شمالي ائتلافونه به په همدغه (ګډ وډ) مهال د افغانستان د تجزیې لپاره غوڅ دريځ وړاندې کړي او و به وايي چې : موږ د یوه ځانګړي هېواد غوښتونکي یو.
خو حکمیتار به دا مهال وژل شوی وي او ګوند به يې هم له منځه تللی وي.
نڅوړ : د امریکایانو له اووه (۷) میاشتنۍ ستراتيژۍ دا معلوميږي چې : دوی د افغانستان د جوړولو او ساتلو لپاره دلته نوره جګړه نه اوږدوي ، بلکې دوی په جهر چيغې وهي چې : موږ تر څو خپلو اهدافو ته و نه رسيږو ، تر هغو به دتله پراته وو.
که څه هم چې : امریکایانو په ستراتيژۍ جوړولو باندې پوره اووه (۷) میاشتې کار وکړ ، مګر بیا هم ستراتيژي همغه زړه را ووته! نو له دې نه دا معلوميږي چې : امریکایان دلته کوم پټ پلان لري او ځينې دولتي لوړپوړي چارواکي یې (د زار او تیرو په ترلاسه کولو سره) هم ملتیا کوي .
د دوی اهداف پاس کتلای شئ ؛ خو اصل هدف یې دا دی چې : دوی تر اوسه په افغانستان کې کومې پټې پروژې پلان کړې ، غواړي چې : هغه نیمګړې پروژې سرته و رسووي او مکملې يې کړي چې : له هغې جملې څخه شاید خپلمنځي جګړې ، د داعش او حزب تقويه او د یورانیمو مکمله لاسته راوړنه هم وي.
خو زما په اند ! تر ټولو ښه (د ټولو ښکېلو خواوو لپاره) ريښتينې او ګټمنه لاره ((لومړی سوله او بیا اسلامي نظام)) دی ، چې پرته له دغو دواړو څخه به جګړه همداسې (بلکې تر دې لا په وحشتناکه توګه) روانه وي ؛ نو راځئ چې : ټول په یوه خوله ؛ د سولې لپاه کار وکړو او نور چاته دا اجازه ور نکړو چې : زموږ د بچیو وینې په ناحقه او ناروا توګه راته تویې کړي !
خو هو ! د ريښتينې سولې لپاره به کار کوو ، نه د تسليمۍ لپاره ! که کفارو ته تسلیم شوو ؛ نو بیا به مو د حکمتیار صاحب او نورو جهادي رهبرانو په توګه د شهیدانو په پاکو وینو معامله کړې وي او دومره به بې ارزښته شو چې : غرور او حیثیت به مو د یوې ډمې تر ناولو قدمونو لاندې را شي ؛ لکه چې : وشول او موږ ـ تاسو وليدل ، خو دوی شرمېدلي يې په ځانونو نه وروړي ، که څه هم چې ښه پوهيږيٍ.
خو که مو دغه (شین سترګي) وشړل او سوله وشوه ؛ نو کېدای شي چې : الله پاک مو د هر ډول بدبختیو او بدو پېښو څخه وساتي. 22/8/2017

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

مخکینې مطلب

کابل کې چاودنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

تیلرسن:د ټرمپ خبرې بیځایه دي، افغان جګړه نه امریکا او نه طالبان ګټلی شي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com