د نړۍ لس لوی «پراخ» هېوادونه دا دي

ژباړه: خوشال درانی

په شپږو لویو وچو کې ځینې هېوادونه دومره کوچني دي، چې د بل هېواد له یوه ولایت نه یې مساحت څو ځلې کوچنی دی. داسې هېوادونه هم شته، چې پراخوالی یې د یوې لویې وچې څخه هم ډېر دی. دا نړۍ له عجایبو ډکه ده او ټول هېوادونه په مساوي ډول نه دي وېشل شوي، بلکې ځینې یې لوی او ځینې یې ډېر کوچني دي.

ځینې هېوادونه ډېر نفوس لري او په هر کیلو مټر کې یې زرگونه وگړي اوسېږي؛ خو ځینو کې بیا په هر کیلو مټر کې د وگړو سلنه څو تنو ته رسېږي. د ځمکې د کُرې ټول پراخوالی ۰۶۳، ۹۳۹، ۱۴۸ کیلو متره مربع دی، چې یوازې ۲۹٪ سلنه برخه کې یې انسانان ژوند کوي او پاتې ۷۱٪ برخه یې اوبو او غرونو نیولې ده.

۱ــ روسیه:

Image result for russia

روسیه په اروپا او اسیا کې پرته ده؛ خو د جغرافیې له مخې اسیايي هېواد دی. د روسیې ټول پراخوالی ۱۷میلیونه کیلو متره مربع دی، چې د نړۍ له څوارلس هېوادونو سره گډې پولې لري. روسیه د لویدیځ سمندر، لویدیځ کنگل سمندر، د خزر بحیرې، بالتیک بحیرې او تورې بحیرې ته نږدې پرته ده.

 که چېرې روسیه په هېوادونو ووېشل شي، نو د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې له مخې ترې دولس هېوادونه جوړېدای شي. د روسیې ټول نفوس ۱۴۴ میلیونه دی، چې په نړۍ کې د نفوسو په لحاظ نهم هېواد دی. روسیه کې۷۱ سلنه روسان او پاتې ۲۹ سلنه پکې تاتاریان، اوکراینیان، چوواش، باشقیر، چیچنیایان، ارمنانیان، قفقازیان، اذربایجانیان او نور لږه‌کي ژوند کوي.

که چېرې روسیه ۷ میلیونه کیلو متره مربع ځمکه له لاسه ورکړي، بیا به هم د نړۍ لومړی لوی هېواد وي. روسیه پراخه ځمکه لري؛ خو سړې هوا، غرونو او ځنگلونو یې زیاتې برخې پوښلي، چې له امله یې زیات تېل او غاز تراوسه نه دي استخراج شوي. رسمي ژبه یې روسي ده؛ خو د روسي ژبې ترڅنگ د ۲۷ نورو ژبو ویونکي هم لري. ۸۱ فدرالي واحدونه لري، چې ۲۱ یې خپلواکه واحدونه دي. روسیه د وسلو په تولید کې په ټوله نړۍ کې ځانگړی نوم لري.

۲ــ کاناډا:

Related image

د کاناډا ټول پراخوالی ۶۷۰، ۹۸۴، ۹ کیلو مټره مربع دی، چې د امریکا په لویه وچه کې تر ټولو لوی هېواد دی. د کاناډا په هر کیلو مټر کې څلور وگړي ژوند کوي. کاناډا پراخ ځنگلونه، په واورو پوښلي غرونه او کنگل سیندونه لري، چې په زیاتو برخو کې یې د خلکو استوگنه نا ممکنه کړې ده. د راکي د غرونو لړۍ هم له کاناډا څخه تېریږي. ټورنټو، اوټاوا، کبک او مونټرال یې مشهور ښارونه دي، چې زیات وگړي یې همدې څلور ښارونو کې اوسېږي. رسمي ژبې یې انگرېزي او فرانسوي ده او د زیاتو وگړو دین یې عیسوي دی. په کاناډا کې نږدې یو میلیون مسلمانان اوسېږي، چې زیاتره یې ترک، عرب، ایرانیان او په کم شمېر کې افغانان هم دي.

۳ــ چین:

Related image

چین د نفوسو په لحاظ د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، چې ټول نږدې درې سوه میلیونه وگړي پکې اوسېږي او پراخوالی یې ۸۲۱، ۶۴۰، ۹ کیلو متره مربع دی.

چین له څوارلس هېوادونو سره گډې پولې لري. روسیه، پاکستان، هندوستان، افغانستان، ویتنام او یو شمېر نور هېوادونه یې گاونډیان دي. چین پراخه کرنیزې ځمکې، دښتې، اوبه او غرونه لري او د نفوس کمه برخه یې په کرنه بوخت دي. ټول ۲۱ ولایتونه لري، چې درې ولایتونه یې په خپلواکه توگه اداره کېږي.

چین اوسمهال د نړۍ دویم ستر اقتصادي هېواد دی، چې په خپلو ارزنه توکو یې د ټولې نړۍ بازارونه خپل کړي دي. چین کې نږدې اویا میلیونه مسلمانان اوسېږي. په ټول چین کې ۳۴ زره مسجدونه دي، چې لس د اسلامي علومو مرکزونه او موسسې هم پکې فعالیت کوي. چینايي مسلمانان زیاتره ایغوریان، قزاق، تاتار، ازبک او د تاجک له قومونو نه دي، چې په چین کې په سوله‌ییز ډول ژوند کوي؛ خو د چین کمونېستي دولت یې وخت نا وخت ځوروي.

۴ــ امریکا متحده ایالات:

Related image

امریکا متحده ایالات اته څلوېښت ایالاتونه لري، چې ټول پراخوالی یې ۰۹۱، ۶۲۹، ۹ کیلو مټره مربع دی او د امریکا په لویه وچه کې له کاناډا وروسته دویم لوی هېواد دی. امریکا اوسمهال د ټولې نړۍ د مشرۍ دعوه کوي او په زیاتو هېوادونو کې خپلې پوځي اډې لري. امریکا اوسمهال خپل زیات تمرکز په جگړه کړی او په اسیايي او افریقايي هېوادونو کې زیاتې ستونزې د امریکا د غلتو پالیسو له امله دي. امریکا ددې ترڅنگ یو لوی اقتصادي هېواد هم دی او د نړیوالو موسسو زیات مرکزونه په امریکا کې دي. امریکا د ملگرو ملتونو دایمي غړې هم ده او ټول ملگري ملتونه د امریکا د گټو په محور چورلېږي. امریکا متحده ایالاتونو کې د زیاتو دینونو، توکمونو او زیاتو ژبو ویونکي اوسېږي؛ خو رسمي ژبه یې انگرېزي ده. لوی ښارونه یې واشنگټن ډي سي، نیویارک، پنسلوانیا، لاس انجلس، اریزونا، ټکزاس، کالفورنیا او فلوریډا  دي. ټول نفوس یې ۳۲۳ میلیونه وگړي حساب شوی. امریکا د نړۍ لومړی هېواد و، چې په دویمه نړیواله جگړه کې یې اټومي وسله وکاروله او زرگونه جاپانیان یې پکې ووژل.

په امریکا کې په اټکلي ډول نهه میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې زیات یې کډوال او په کم شمېر کې امریکایان دي. د ۲۰۱۶ز کال د یوې احصایې له مخې به ۲۰۷۰ز کال کې په امریکا کې د مسلمانانو شمېر د عیسویانو برابر او یا هم ډېر شي؛ ځکه امریکا کې اسلام په چټکۍ خپرېدونکی یوازېنی دین دی.

۵ــ برازیل:

Related image

برازیل هم د امریکا په لویه وچه کې پروت دی او په لاتینه امریکا کې تر ټولو لوی هېواد دی، چې ټول پراخوالی یې ۸۷۷، ۵۱۴، ۸ کیلو متره مربع دی. برازیل پراخې اوبه او سیندونه لري، چې د عامو خلکو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی. برازیل د پرتگال مستعمره و او اوس یې رسمي ژبه هم پرتگالي ده. د پرتگالي ژبې ترڅنگ په برازیل کې هسپانوي او په کم شمېر کې انگرېزي ژبې ویونکي هم لري. د برازیل د نفوس زیاته برخه اروپایان، سره پوستي امریکایان، هسپانیویان او تور پوستي افریقايي کډوال دي. برازیل له اروگویا، ارجنټاین، پراگوی، بولیویا، پیرو، کولمبیا، ونزویلا، گویان او سورینام سره گډې پولې لري. مشهور ښارونه یې سایو پایولو، ریو دوژانیرو، سالوادور او فورتالزا دي. کرنه د برازیل د مهمو اقتصادي بنسټونو څخه ده او زیات صادرات یې قهوه، سویابین، غوښه او نور کرنیز توکي دي. د ۲۰۱۷ کال د سر شمېرنې له مخې د برازیل ټول نفوس ۲۱۱ میلیونه دی، چې په کم شمېر کې مسلمانان پکې اوسېږي. برازیل د فوټبال قوي لوبډله لري او زیات مینوال هم لري.

۶ ــ اسټرالیا:

Related image

د اسټرالیا لویه وچه د نړۍ شپږم لوی هېواد دی، چې ټول مساحت یې ۰۲۴، ۶۹۲، ۷ کیلو مټره مربع دی. اسټرالیا په ۱۹۰۱ز کال کې د هغه وخت لویې برېتانیې څخه خپلواکي واخیسته. رسمي ژبه یې انگرېزي ده. کانبیرا، سیډني، ملبورون، پرټ، اډلایډ یې مشهور او د زیاتو وگړو لرونکي ښارونه دي. اسټرالیا له کوم هېواد سره گډه پوله نه لري؛ خو ۷۶۰، ۲۵ میلیونه کیلو متره مربع له اوبو سره گډه پوله لري. اسټرالیا یو کرنیز هېواد دی؛ خو د کرنې ترڅنگ یو تولیدي هېواد هم دی. اسټرالیا د نړۍ یوازېنی هېواد دی، چې یوه لویه وچه یې نیولې ده. ټول نفوس یې ۲۴ میلیونه دی. افغانان لومړني مسلمانان وو، چې اسټرالیا ته یې سفر وکړ او هلته یې مسجدونه ورغول، چې تراوسه یې نښې نښانې پاتې دي. په اسټرالیا کې د مسلمانانو شمېر زرگونو ته رسېږي؛ خو اسلام په اسټرالیا کې په چټکۍ خپرېدونکی دین دی.

۷ ــ هندوستان:

Image result for india

هند، هندوستان، انډیا او بهارت د نفوسو په لحاظ د نړۍ دویم هېواد دی، چې ۱۲سوه میلیونه وگړي پکې اوسېږي. د هندوستان ټول پراخوالی ۲۶۳، ۲۸۷، ۳ کیلو مټره مربع دی. هندوستان له پاکستان، چین، بوتان، نیپال، تبت، برما او بنگله دېش سره گډې پولې لري.

 په اسیا کې له روسیې او چین وروسته درېیم لوی هېواد دی. هندوستان سربېره پر دې، چې پاکستان او بنگلادېش ترې جلا شول، بیا هم د نړۍ اووم لوی او د نفوسو په لحاظ د نړۍ دویم هېواد دی. هندوستان ته د ملتونو کور هم ویل کېږي، چې نږدې څلور سوه ژبو ویونکي لري. زیات وگړي یې هندوان دي؛ خو مسلمانان، بودایان، عیسویان، یهودیان، سکهان او بودایان هم پکې اوسېږي. په هندوستان اوسمهال ۱۸۰ میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې له اندونیزیا وروسته د مسلمانانو دویم لوی هېواد دی. ممبیي د هندوستان یوازېنی پُر نفوسه ښار دی، چې ۱۴ میلیونه خلک پکې اوسېږي. مهم ولایتونه یې ممبيي، ډیلي، کلکته، بنگلور، حیدراباد، اگره، جي پور، گوا، پونه، سورات او کانپور دي. هندوستان ۲۲ رسمي ژبې لري؛ خو انگرېزي او هندي یې ملي ژبې دي. هندوستان د فلمونو په تولید کې په ټوله نړۍ کې لومړی هېواد دی. هندوستان له ۱۹۴۸ز کال راهیسې خپلواکي اخیستې او له هغه وړاندې د افغانانو، انگرېزانو او مغولیانو مستعمره پاتې شوی دی.

۸ ــ ارجنټاین:

Image result for argentina capital

ارجنټاین په لاتینه امریکا کې پروت دی، چې ټول پراخوالی یې ۴۰۰، ۷۸۰، ۲ کیلو مټره مربع دی او په لاتینه امریکا کې دویم لوی هېواد دی. ټول نفوس یې ۴۱ میلیونه دی، چې ۱،۹ سلنه مسلمانان پکې اوسېږي. د ارجنټاین رسمي ژبه هسپانوي ده او سلو کې یې ۹۷ سلنه وگړي یې اروپايان دي. مهم ښارونه یې بونس اییرس، کورډوبا، روزا، موډز، لا پلاتا، سان میگیل او ټوکین دي.

۹ ــ قزاقستان:

Image result for kazakhstan capital

قزاقستان اسیايي هېواد دی. په ټوله نړۍ کې د پراخوالي په لحاظ نهم لوی هېواد دی، چې ټول پراخوالی یې ۹۰۰، ۷۲۴، ۲ کیلو مټره مربع دی. قزاقستان ټول نفوس ۱۶،۶ میلیونه دی، چې په سلو کې یې ۷۰ سلنه وگړي مسلمانان او پاتې نور یې عیسیویان دي. قزاقستان د غنمو په تولید کې په ټوله نړۍ کې لومړی هېواد دی. رسمي ژبې یې روسي او قزاقي دي. په سلو کې ۶۳ سلنه وگړي یې قزاق، ۲۳،۷ روسان او پاتې نور یې ازبک، اوکراینیان، ایغور او نور لږه کي دي. استانه، الماته او بایکو نور یې مهم ښارونه دي.

۱۰ ــ الجزایر:

Related image

په افریقا کې تر ټولو لوی هېواد دی، چې ټول مساحت یې ۷۴۱، ۳۸۱، ۲ کیلو مټره مربع دی. الجزایر له مراکش، موریتانیا، نایجر، تونیس، لیبیا، مدیترانې له سمندر او مالي سره گډې پولې لري. رسمي ژبې یې عربي او فرانسوي دي. په ۱۹۶۲ز کال کې الجزایر له فرانسې د ۱۳۲ کلونو څخه وروسته خپلواکي واخیسته. په سلو کې ۹۹،۱ وگړي یې مسلمانان او پاتې عیسویان دي. الجزایر ۳۶ میلیونه وگړي لري. مهم ښارونه یې الجزیره، وهران، قسطنطنیه، عنابه، باتنه، البلیده، سطیف، الشلف او سعیده دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button