’د غزني ۷ ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي‘

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي د دې ولایت اووه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د ملي اردو درېیمې لوا قومندان، نظام الدین خنجر رسنیو ته ویلي چې د غزني د اندړو، خوګیاڼي، اجرستان، ده یک، ګېرو، قره باغ او آب بند ولسوالۍ له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي او ورځ په ورځ د سقوط خوا ته نږدې کېږي.

د خنجر په خبره، چې له سختو حملو سره بیا هم طالبان نه دي توانېدلي چې د یوې ولسوالۍ مرکز هم له دولتي سرتېرو ونیسي.

نظام الدین خنجر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې همدا تېره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت زنه خان ولسوالي ونیوله.

طالبانو د زنخان ولسوالۍ مرکز او څلور پوستې نيولي

پکتیکا: طالبانو د ګومل ولسوالی مرکز او ټولې پوستې ونیولې

غزني هغه ولایت دی چې ورځ په ورځ په کې د طالبانو نفوذ زیاتېږي او سیمې له دولتي سرتېرو نیسي.

دا مهال د زنه خان، خوګیاڼي، رشیدان او واغظ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او مرکزونه يې د غزني ښار ته رالېږدول شوي دي.

همداراز د اندړو، قره باغ، ګېرو، ګیلان، اب بند، اجرستان او ده یک ولسوالیو کې دولت یوازې د ولسوالۍ تر مرکزونو او پوستو پورې محدود دی او له امنیتي برخې پرته هیڅ ملکي خدمات نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button