د سوريې په جګړه کې ۳۵ تنه افغانان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳): د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې د وروستيو درې اوونيو پر مهال د سوريې په جګړه کې ۳۵ تنه نور افغانان هم وژل شوي دي.

د سوريې او عراق د جګړې په اړه راپور جوړونکې يوې پاڼې ليکلي، چې دغه وژل شوي شيعه مذهبه افغانان دي، چې د ايران سپاه پاسدران يې په عراق او سوريه کې د جګړو لپاره لېږي.

د سرچينې په وينا، د دغه وژل شويو کسانو جسدونه ايران ته وړل شوي او د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

څه موده وړاندې يوې څېړنيزې ادارې راپور ورکړی و، چې د سوريې او عراق په روانو جګړو کې له زرو زيات افغانان وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، دغه افغانان د پيسو او نورو مادي او مالي امتيازاتو په بدل کې د ايران د حکومت له خوا استول شوي او لا هم استول کيږي .

تر دې وړاندې راپورونه ورکول شوي و، چې د عراق او سوريې د جګړو لپاره په کابل کې هم د ځينو کړيو له خوا جنګيالي جذب کېږي او د ايران له لارې يادو هېوادونو ته د جګړو لپاره استول کېږي.

د راپورونو پر بنسټ اوس هم سلګونه افغانان د بشارالاسد په ملاتړ د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې جګړې کوي.

تر دې دمه د افغانستان حکومت په دې اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button