په کابل کې به ولې اوبه نه وچيږي؟

کابل غږ

ع- خاموش

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې په څاګانو کې اوبه د ځمکي تل ته تللې دي (ډيرې ټيټې شوې دي) چې په زياتو سيمو کې د کورونو څاګانو کې اوبه نه ترلاسه کيږي. خلک د ورځني ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره له لیرې سيمو څخه اوبه راوړي. د کابل ښاريان د څښاک د اوبو له ستونزو سره مخ دي.

پخوا به د حکومت له‌خوا په غځېدلو نلونو کې اوبه راتللې؛ خو دا ډېر وخت کېږي، چې هغه هم وچې شوي او په ورته وخت کې د څاه‌ کېندلو بیې هم لوړې شوې‌دي.

له يوې خوا د کابل ښار اوبه له روغتیايي اړخه هم خرابې ‌دي او له بلې خوا د کابل ښار اوس هغه د کابل پخوانی ښار نه دې چې کوم پنځوس کاله دمخه ورته ښکلی کابل ويل کېده. اوس هغه ښار له کثافاتو ډک ښار دى چې د ښاروالۍ لخوا د ښاريانو ژوند له مرګ سر مخ دى، خو هسې یې لا د ژوند دانه په دنيا شته.

وچکالي د کابل ښار لپاره ستر ګواښ دى. امکان لري چې د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د کابل ښار له ځېنو سیمو خلک کډه وکړي. ځکه د نفوسو ډېرېدل، د اوبو ناسالم مدیریت او د اوبو د زېرمو نشتوالی د دې لامل شوی چې په څاه‌ګانو کې اوبه وچې شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خپله ناځوابۍ سره وايي، ښاریان بايد د اوبو له بې‌ځایه لګولو مخنیوی وکړي. په پښتو کې یومتل دی، وايي: په کوم کور کې چې بې اتفاقي او بدنیتي راشي، په منګیو کې هم اوبه وچیږي.

د اوبو کچه به ټيټيږي او له کابله به خلک کډې کوي؛ ځکه دا دی اورېدل کيږي چې دوستم بيا کابل ته راځي. هغه دوستم چې د درې قومونو مشران ورسره په څنګ کې ولاړ دي.  لومړی خو د دوستم په موجوديت له حکومته خلک ناراضه دي، دویم که عطا نور بيا د يوه ترکي ائتلاف په شکل کې کابل ته ستون شو، نو هغه نور به نه وي. عطا نور وار له مخه ویلي: که واک ترلاسه کړي په ډېرو به تیاره کړم. او درېیم که محقق ته حکومت د ائتلاف په توګه قانع شو، نو بيا د خيتځو ولاياتو خوځښت او د لوی کندهار خلک هم په ارام نه کښېني؛ ځکه د درې ګوني ائتلاف مشران د ملت خير نه بلکې د ملت په بې خیرۍ کې خپل خير غواړي؛ نو په کابل کې به ولې اوبه نه وچيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button