داعشيانو د کابل کې په یو جومات باندې خونړی برید کړی دی:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن دکابل په خیرخانه کې د قلعه نجاران اړوند د “امام زمان“ مسجد کې څلورو بریدګرو چې نظامي لباس یې په تن و، په داسې حال کې برید ترسره کړ چې خلک د جمعې لمانځه ته را غونډ شوي و.
تر اوسه ټولټال ۵ لویې چاودنې شوې او د امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي چې جګړه پای ته رسیدلې

لومړني معلومات ښیي چې په برید کې لسګونه لمونځ کونکي او امنیتي سرتیري مړه او ژوبل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش رسنیو ته ویلي، چې شاوخوا يوه بجه او شل دقيقې څلور تنه وسله وال د قلعه نجارا څلور لارې سره د امام زمان تکيه خانې ته ننوتل لمړی یې د جومات محافظین ووژل وروسته یې په لمونځ کونکو ډزې شروع کړې.
تر اوسه د یاد برید په ترڅ کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي
طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلی دی
د برید پړه داعشي ملیشو منلې
باید وویل شي چې دا لمړی ځل ندی چې داعشي ملیشې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو داسې حملې کوي بلکه ترې وړاندې یې هم په ځلونو ورته حملې کړې چې وروستۍ هغه یې په هرات کې وه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button