ننګرهار: سختو اورښتونو تر ۲۰۰ زیات کورونه نړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او توندو سیلابونو له کبله تر ۲۰۰ ډیر کورونه نړیدلي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسیدلي دي.
ورښتونه او سېلابونه تر ډېره د ننګرهار اووه ولسوالۍ زياتې زیانمنې کړې چې تر ټولو زياته خساره یې دبټي کوټ ولسوالۍ ته رسولې په یاده ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورونه ړنګ شوي او په سلګونه جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه هم له منځه تللي دي.
د ننګرهار د والي د ویاند له قوله سیلابونو همداراز، د مومندرې په ولسوالۍ کې ۲۱ کورونه او يو دوکان زيانمن کړي ، د کوټ په ولسوالۍ کې شل کورونه نړیدلي او د ښېوې ولسوالۍ په شګې او مرکزي ښېوې سيمه کې لس کورونه او په يو اندازه ځمکه کې ولاړ فصلونه زيانمن شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې دا معلومات لومړني دي او لا هم پلټنې روانې دي، څو معلومه کړي چې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو نور څومره زيانونه اړولي دي.



