د ټرمپ نوې استراتیژي د فتحې زیری ورکوي

تبصره : ډاکټر آصف
بالآخره ټرمپ د افغانستان د حکومت په څېرد يوې ګونګې استراتیژۍ په اعلانولو سره دا وښوده چې د پیل کړې جګړې څخه یې موخه له دې جګړې نه خوند اخیستل دي خو د تأسف ځای دادی چې یواځې څلویښت کاله جنګونو ځپلی افغان ولس به د جګړې په دوام وسوځوي اوبس.
که څه هم پاکستان ته پکې هم ګوته څنډنه شوې ده، خو معلومه شي چې په کنړ باندې یو ځل بیا د توغندیو له ورېدو سره هم مهاله د دغې استراتیژۍ اعلان، افغانان د حال په ژبه له امریکا څخه د تجاوب ښکاره کول څاري چې آیا تجاوب به ښکاره کړي او کنه؟ په پټه کې د امریکا او پاکستان د همغږۍ غمازي په ګوته کوي او د افغانستان حکومت ته دا پیغام ورکوي چې پاکستان ته د ټرمپ په ګوت څنډنې بیځایه خوښي مه څرګندوئ!
نو بیا خو پکار ده چې د امنیتي ټړون د لاسلیک کولو ویاړ!! ګټونکي او حکومتي خیاطان د شرم کوم پوستین واغوندي !!
البته د بې وارثه هیواد واکمنانو خو د خپلواکۍ!!! ورځ لمانځلو سره خپلواکي لاسته راوړې ده، نو وکتل شي؛ چې د یرغمال شوي ولس غبرګون به څه وي او یا د امریکا حریف هیوادونه ( روسیه او چین ) کوم مسوولیت لري او که نه او څه عکس العمل به عملا وښئ؟
که د رسول الله په زمانه کې د خندق یا احزابو غزا ته یو ځغلنده نظر واچوو نو وبه مومو چې د ټول کفار د هر لوري نه سره راغونډ شول او د پر مدینه منوره یې د یرغل لپاره کلک هوډ وکړ، د مدینې منورې نیولو او په مدینه منوره کې د ټولو پرتو مسلمانانو مهاجرینو او انصارو د پوپنا کولو کلک تصمی یی ونیو او پر مدینې منورې د یرغل لپاره یې له ټولو قومونو، توکمونو، ګوندونو، حکومتونو، او .. او… اشر راوغوښت څو محمدی آواز د تل لپاره په ستونی کې خنثی کړی، او هیچرته بیا د لا اله الا الله محمد رسول الله غږ پورته نشی.
خو ګورو چې رسول الله له خپلو بې وزله او فقیرو صحابه کرامو سره یو ځای د مدینې منورې نه په دفاع کې د کفارو مخې ته د یو ستر خندق د کیندلو چارې پیل کړې، چې له ډیرې لوږې نه یې تر خیټو پورې د دې لپاره ډبرې تړلې چې ګوندې زړونه یې یو څه تکیه شي او د خندق چارې پر مخ لاړې شي.
صحابه و به سره له سختې لوږې او تندې او سخت تکلیف نه دا شعر زمزمه کاوه چې:
نحن الذین بایعوا محمدا
علی الجهاد ما بقینا ابدا
یعنې مونږ هغه خلک یو چې له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره مو په جهاد کولو بیعت کړی تر هغې چې مونږ ژوندي او باقي و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغوی د شعر په ځواب کې دا شعر زمزمه کاوه چې:
اللهم لا عیش الا عیش الآخرة
فاغفر الأنصار و المهاجرة
یعنې ای خدایه مونږ د آخرت له ژوند پرته بل ژوند نه غواړو، نو انصار او مهاجرین ټول وبخښه
همغه و چې الله تعالی د رسول الله او صحابه و کلک عزم ته وکتل او او سره له دې چې د کفارو په نسبت یې شمیر بیخی کم و، وسلې یې د نیشت برابرې وی، نور سامان آلات یې هم کم و او کفار سره له دې چې ښه ډیر وو او په هر ډول وسلو سمبال وو، پر میدنه یرغل وکړ، خو الله تعالی د خپل پیغمبر نه په دفاع کې پر کفارو داسې طوفان رانازل کړ چې ټول یې نیست او نابود کړل، او د تل لپاره یې د کفارو له سر نه پر مسلمانانو د یرغل کولو نظر له خاورو سره خاورې کړ، او همغه و چې رسول الله او صحابه کرام څه موده وروسته له خپلو ټولو لښکرو او وسلو سره اوچتې سترګې پر مکه فاتحانه ورننوتل او د کفارو، مشرکینو شوم اعمال یې د تل لپاره پای ته ورسول او مکه یو ځل بیا د اسلام د مبین دین په رڼا منوره شوه او له برکته د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام مبارک انوار وخپاره شول.
نو دا زمونږ تاریخ دی، زمونږ د پیغمبر، زمونږ د ګرانو صحابه کرامو او همدا راز زمونږ ګرانو نیکونو هم په همدې لاره تګ کړی، بریالی شوی دی، انګریزان یې مات کړی، روسان یې مات کړي، او لرې نه ده چې امریکایان هم په داسی حال کې وتښتي چې د افغانستان ټول ملت به د شپې په خواږه خوب ویده وي او سهار به خبر شي چې ټول امریکایان په تیښته بریالی شوی دی.



