سوريه: دولتی بمباريو ۴۰ ولسي وګړي وژلي او لسګونه نور ټپيان دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۹
سرچينې وايي، چې پرون پنجشنبه د سوريې په درعا او دوما ولايتونو کې د دولتي الوتکو په بمباريو کې لږ تر لږه ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
په سوريه کې د الجزيرې خبريال وايي، دولتي الوتکو د درعا ولايت په شيخ مسکين ښارګوټي کې بېلري بمونه غورځولي، چې له امله يې ۲۵ تنه ملکيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
بل لور ته پر دوما سيمه د دولت بمبارۍ ۱۵ تنه ولسي وګړي وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.
سرچينه وايي، په شيخ مسکين کې الوتکو د زيتونو په هغه باغ بمبار کړی، چې له دهقانانو ډک و، له لسو ډېر کسان يې ووژل، بل لور ته يې د ښار په يوه سيمه کې د يوه کور ۵ وګړي ووژل، او پاتې نور يې په نورو ځايونو کې وژلي دي، چې ټول ولسي وګړي دي.
بل لور ته په سوريه کې د بشر حقوقو د څار ادارې ويلي، چې په دمشق کې هم د بريدونو له امله ۵ تنه وژل شوي او له دېرشو ډېر ټپيان دي.



