فلسطين: ۱۲ اسرائيلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۹
د فلسطين د بيت لحم جنوب لور ته او تل ابيب کې په دوه جلا بريدونو کې ۴ اسرائيل وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
سرچينې وايي، چې په يوه پېښه د بيت لحم جنوب لور ته په غوش عتصيون سيمه کې فلسطينيانو له خپل موټره د اسرائيلو پر دوه موټرانو ډزې وکړې، چې له امله يې ۲ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
وروسته په بله پېښه کې يوه فلسطيني خپل موټر د يوه اسرائيلي له موټر سره وواهه او بيا د بريد په نيت راښکته شو، چې د اسرائيلي پوليسو له لوري وويشتل شو، چې ساه يې ورکړه.
د اسرائيلو دويم تلويزوني کانال د لومړۍ پېښې په تاييد ويلي دي، چې يو فلسطينی ځوان وروسته له هغه وژل شوی، چې غربي تړانګې ته نږدې يې ۶ اسرائيل په ډزو ټپیان کړل.
بل لور ته په يوه جلا پېښه کې په تل ابيب کې د يهودو په يوه کليسا کې يوه فلسطيني ځوان ۲ يهودان وژلي او ۲ نور ټپيان دي.
پوليس وايي، د دې پېښې عامل يې په ټپي حالت کې نيولی دی.
هېره دې نه وي، چې د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ دغه ډول پېښو په دې وروستيو کې سخت زور اخستی دی.



