امریکا: څو شیبې وروسته ښایې د تکزاس آیالت سخت طوفان وځپي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۴ فرید افغان)

د امریکا د تکزاس آیالت والي خلکو ته اعلان کړی چې د مکسیکو لخوا څخه راروان د هاروي په نوم توند طوفان ته ځانونه چمتو کړي.
د یاد طوفان قوت ۳ درجې اټکل شوی او په یوه ساعت کې د ٢٠٠ کېلومټرو په رفتار تند جاکړ ورسره ملګري دي.
اټکل کیږي چې ښایي د دې اېالت ٦٠٠ کېلومتره پراخه ساحلي سیمه په خرابه بدل کړي.
د هوا شناسي چارواکو په راتلوونکو ٣ ورځو کې د سل سانټي مټره باران د اورښت اټکل کړی،
د تکزاس والي ګریګ آفټ د دې آیالت په ٣٠ ولسوالیو کې بیړنې حالت اعلان کړي.
داسې ویره موجوده ده چې دا سمندري توپان به د ۴٠ مېلېارد ډالرو په ارزښت په سلگونو زرو کورونو او تجارتي مرکزونو ته تاوان ورسوي او د انرژۍ بېه به هم خورا لوړه شي.
باید وویل شي چې د مکسیکو له خلیج نه هره ورځ د امریکا د خامو تیلو پنځمه برخه تیل راویستل کیږي، او د دې آیالت شاوخوا ۲۰۰ زره کورونه د ددغه سخت طوفان په لاره کې پراته دي.
د یادونې وړ ده چې پر ټکزاس باندې ١۴ کاله پخوا هم دا ډول تباه کوونکې توپان راغلی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button