“دذی الحجی دمیاشتی د اولو لسو ورځو فضائل “

لیکوال “ابوعُزیرحنفی “

دمیاشتی دلیدلو مسنونه دعا داده ”
اَللّهُمَّ اَهِلَّهٌ عَلَیْنَا بِاالْاَمْنِ وَالْاِیْمَانِ وَالْسَّلَامَةِ وَالْاِسْلَامِ رَبِّیْ وَرَبُّکَ اللهُ هِلاَلُ رُشْدٍ وَخَیْرٍ “””
دسعودی دحکومت داعلان مطابق دچهارشنبی یعنی( ۲۳) داګست څخه دذی الحجی ۱۴۳۸ هجری قمری کال اوله ورځ شروع شوه او دعرفی ورځ به ان شآءالله (۳۱)داګست دپنج شنبی په ورځ وی
اوغټ اختربه ان شآءالله( ۱) دسپتمبر یعنی دجمعی په ورځ وی “”
دیادونی وړده ”
چی دذوالحجی لس ورځی په شریعت کښی ډیری دقدردی
اوپدی ورځوشپو کښی دعبادت کولو ډیرزیات ترغیب راغلی دی “”
الله جل جلاله په قرآن مجیدکښی په دیرشمه سیپاره کښی په سورة الفجرکښی قسم خوری “اوداسی ارشاد فرمائې “”
وَالْفَجرِ ٭ وَلَیَالٍ عَشْرٍ ٭ ”
دلته الله جل جلاله دسحرپه وخت قسم خوری او ورپسی بیا په لسو ورځوقسم خوری “””
تفسيرابن کثیر لیکلی دی چی دلسو ورځونه مراد دذی الحجی لس ورځی دی “””
احادیثو کښی خوډیر زیات فضیلت ددی لسو شپو راغلی دی خویوڅو احادیث مبارکه تاسو ته لاندی ذکرکوم ”
دحضرت جابر رضی الله عنه نه روایت دی ”
اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ اَفْضَلُ اَیَّامِ الْدُّنْیَا اَیَّامُ الْعَشْرِ یَعْنِي عَشْرِ ذِي الْحَجَّةِ “(کشف الاستارعن زوائدالبزاررقم الحدیث ۱۱۲۸ باب فی ایام العشر موسسة الرسال بیروت) ژباړه “دحضرت جابر رضی الله عنه نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ددنیا افضلی ورځی هغه دذي الحجی لس ورځی دی “”
بل روایت دحضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه نه دی
هغه فرمائې قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمْ مَامِنْ اَیَّامٍ اَعْظَمُ عِنْدَاللهِ وَلَا اَحَبَّ اِلَیْهِ الْعَمَلُ فِیْهِنَّ مِنْ اَیَّامِ الْعَشْرِ فَأکْثِرُوْا فِیْهِنَّ الْتَّسْبِیْحَ، وَالْتَّکْبِیْرَ، وَالْتَّهْلِیْلَ (المجمع الکبیرللطبرانی رقم الحدیث ۱۱۱۱۶ مکتبه ابن تیمیه القاهره)ژباړه “ابن عباس رضی الله عنه فرمائې چی رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمایل چی نشته دی یوه ورځ د ورځونه چی هغه دالله په نزد غوره وی “اویاکوم عمل پکښی ډیرزیات خوښ وی الله ته مګرپه دی لسو ورځوکښی “نوتاسوپدی لسو ورځوکښی زیات کړۍ تسبیح،تکبیر، اوتهلیل”
تسبیح (سُبْحَانَ اللهْ) تکبیر (اللهُ اَکْبَرْ)تهلیل (لَاإلـٰهَ إلَّا اللهُ)
بل روایت هم دعبدالله ابن عباس نه( په سنن ابی داوٌدکښی نقل دی رقم الحدیث ۲۴۳۸)
هغی روایت کښی دادی چی نبی علیه السلام صحابوؤ ته دذی الحجی فضائل بیانول نوصحابوؤ دنبی علیه السلام نه پوښتنه وکړه چی ای دالله رسوله پدی ورځوکښی عبادت کول دجهادفی سبیل الله نه هم بهتردی نونبی علیه السلام ورته اوفرمایل چی آودهغه مجاهدجهادترینه افضل دی کوم مجاهدچی په ځان اومال دواړو سره جهاد ته لاړشی اوهلته شهید شی نوبیا داسی جهاد ددی لسو ورځوڅخه هم بهتردی “اوکه څوک په ځان اومال سره جهادکښی شریک شی او واپس غازی راشی نوددی غازی نه پدی لسو ورځوکښی دعبادت کونکی ثواب اواجرزیات دی “”
یعنی دفدای اواستشهادی درجی ته هیڅ یوعمل داعمال صالحوؤ څخه نشی رسیدلی “”
په بعضی روایاتو کښی داهم راځی چی دپدی لسو ورځوکښی چی څوک روژه ونیسی نودهری روژی ثواب دیوکال دروژو دثواب برابردی ”
اودهری شپی عبادت ئې دلیلة القدر دشپی برابرثواب لری ”
دتکبیرات تشریق هم په احادیث مبارکوؤ کښی ډیرزیات تاکید راغلی دی کوم چی دعرفی دورځی دسهارله لمانځه څخه پیل کیږی اود اختر په ځلورمه ورځ دمازدیګر دلمانځه نه پس دوېلو څخه بعد بیا بندیږی اوبیا نه وېئل کیږی “یعنی په ۲۴ لمونځونو کښی وېئل کیږی “”
تکبیرات تشریق دادی
(((( الله اکبر الله اکبر لااله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد )))) دهرفرض لمونځ نه بعد دری ځله په اوچت اواز سره وئېل ضروردی ”
نوالله دمونږ اوتاسوته داتوفیق راکړی چی دالس ورځی دروژی مبارکی پشان په روژو نیولو اونورو نیکواعمالو اوعباداتو سره تیری کړو “”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button