پکتیا: چارواکو د جانیخیلو د نیولو ادعا کړې، خو طالبان یې ردوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۴ فرید افغان)

د پکتیا ځایي چارواکو تیره ورځ ادعا وکړه چې د دې ولایت د جانیخیلو مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ یې له سختو جګړو وروسته بیرته نیولې.
د پکتیا د پولیسو ۳۰۳ سپین غر زون قومندان اسدالله شېرزاد رسنیو ته ویلي چې هوایي او ځمکني ځواکونه یې توانیدلي چې یاده ولسوالۍ یوځل تر خپلې ولکې لاندې راولي.
پاسوال شیرزاد وويلي” په دغو عملياتو کې تر ۳۰۰ ډېر طالبان وژل شوي دي. بې شمېره وسايط او وسلې يې هم حکومتي سرتېرو ته په لاس ورغلې دي‟.
په ورته وخت کې د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.
خو طالبانو بیا د حکومتي چارواکو یاده ادعا رد کړې کړې، او هغه یې رسنیز افواهات بللي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پکتیا جانې خیلو ولسوالۍ لا هم تر واک لاندې ده او د ولسوالۍ اړوند اکثریت منطقې هم له دوی سره دي، مجاهد زیاتوي چې تیره شپه یې د دې ولسوالۍ په بل زیو سیمه کې په یوه برید کې
۹ عسکر وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي او راغلې قوه بیرته تیښتې ته اړ شوې .
سیمیز خلک هم د ولسوالۍ نیول نه مني او په خبره یې چې د ولسوالۍ پر مرکز او اړوند سیمو لا هم طالبان واکمن دي او د امریکایانو په ملتیا د افغان ځواکونو سلګونه ټانګونه له حدودو لرې پراته دي او د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.

باید وویل شي چې دې ولسوالۍ درۍ ځل سقوط وکړ يو ځل یې په تېر ۲۰۱۶ ميلادي کال او دوه ځله په دې وروستۍ يوه مياشت کې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button