د لوګر د کانونو رئیس «اجمل سهاک» د فساد په تور ونیول شو

کابل ټکی کام ۲۹عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د لوګر ولایتي ادراې خبر ورکړی دی چې د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس اجمل سهاک په اداري فساد کې د ککړتیا په تور نیول شوی دی.
 د لوگر چارواکي وایی چی نوموری د کانونو په ناقانونه توګه د کیندلو په تور د کابل شهرنو نومې سیمه کې د ملي امنیت د مأمورینو او د لویې څارنوالۍ د غړیو له لورې ونیول شو.
د لوګر ولایت د والي ویاند ښاغلي سلیم صالح رسنیو ته د پوښتنو په ځواب کې ویلي دي چې یاد کس د فساد په تور نیول شوی اجمل سهاک د عدلیې او قضایې ارګانونو ته معرفي شوی دی.
د ده له قوله چې د لوګر والي محمد حلیم فیدایي د ولایتي شورا، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت کارکوونکو ته په یوه جوړه کړې کمېټه کې د کانونو او پټرولیم ریاست کې د موجوده فساد د برسي کولو دنده ورسپارلې وه.
درې اونۍ وړاندې ولسمشر اشرف غني لوګر ولایت ته په سفر تللی وو،  سیمه ییزو چارواکو ته یې امر کړی وو چې د ځمکو غاصبین او فساد کوونکي دې ژرتر ژره ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې دوه اونۍ وړاندې هم په یاد ولایت کې ۱۸تنه د ځمکو د غصب په تور ونیول شول.
او همدا راز د یاد ولایت د ځمکو د عراضۍ ادارې مشر «عبدالاحد» هم اونۍ وړاندې د ملي امنیت د کارکوونکو له لورې د ځمکې له غاصبینو سره د مرستو کولو او د بډو اخېستلو په تور ونیول شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button