چين پر شمالي کوريا بنديزونه ولګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴): چين وروسته له هغه پر شمالي کوريا د بنديزونو لګولو اعلان وکړ، چې دغه هېواد تازه د نويو توغنديو ازموينې ترسره کړې.
د جنوبي کوريا پوځي چارواکو تائيد کړې، چې شمالي کوريا د درېيو نويو توغنديو ازموينه کړې او زياتوي چې دا توغندي د جاپان سمندر کې له ۲۵۰ کيلومتره مزل وروسته لوېدلي دي.
د امريکا پوځ ويلي، چې شمالي کوريا د درې نورو لنډ واټنه توغنديو ازموينې کړې خو په وينا يې ډيرې بريالۍ نه وې او زياتوي چې د دوو توغنديو تجربه ناکامه او يو بل په هوا کې هدف ته له رسېدو مخکې چاودلی دی.
په عين حال کې د چين د سوداګرۍ وزارت ويلي، چې پر شمالي کوريا يې د نويو توغنديو د ازموينې په غبرګون او د ملګرو ملتونو د پریکړه ليک له مخې نوي بنديزونه لګولي دي.
بيجينګ ويلي، چې له دغو نويو بنديزونو وروسته به له شمالي کوريا د ډبرو سکرو، اوسپنې او سمندري خوړو واردات بند کړي.
د روان ميلادي کال په جولای مياشت کې شمالي کوريا دعوه وکړه، چې داسې توغندي يې ازمويلي چې د امريکا تر خاورې رسېدلی او هدف په نښه کولی شي.
دغه راز شمالي کوريا ويلي، چې د دغو درېيو توغنديو تازه ازموينه يې د امريکا او شمالي کوريا د ګډو تمرينونو په غبرګون کې کړې ده.



