کندهار: طالبانو دوه پوستې نيولي- ۹ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴): وسله والو طالبانو د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ اړوند د خاک چوپان په سيمه کې د دولتي ځواکونو په دوه پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې ۹ پوليس وژل شوي او دواړه پوستې طالبانو نيولي دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی پلويانو تېره شپه هرات ته په غزېدلي سړګ په پرتو پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل او په پايله کې يې دواړه پوستې د دوی لاسته ورغلې.

طالبان وايي، په دغه پوستو کې ميشت ۹ پوليس وژل شوي او يو شمير نور يې له سيمې څخه تښتېدلي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې له يادو پوستو څخه وسله والو طالبانو ۲۸ زره افغانۍ، پنځه ميله سپکې او درنې وسلې، يو د شپې دوربين، زرګونه فيره مرمۍ او په زياته اندازه پوځي مهمات هم نيولي دي.

تر اوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې رسنيو ته د طالبانو له لوري د پوستو نيول تائيد کړي او زياتوي چې وسله والو طالبانو سيمې ته په ورغليو کومکي عسکرو هم بريدونه کړي او يو شمير پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان وايي، په دغه نښتو کې د دوی درې تنه وسله وال هم ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button