افغانان له جګړې نه تښتي؛ تل یې یرغلګر تښتولي دي

سرليکنه

درې ورځې وړاندې، ټرمپ له خپلو ټولو مشاورینو، کورنیو او بهرنیو چارو د وزیرانو، استخباراتو او خپلو نظامي جنرالانو سره وکتل. بالاخره یې په افغانستان کې د جګړې د دوام او بهرنیو هوایي ځواکونو ته د بمبار د واک ستراتیژي اعلان کړه.

د امریکا دفاع وزارت په باګرام کې خپلو هوايي ځواکونو ته ویلي چې وروسته له دې به په افغانستا کې د عملیاتو غوښتنه د امریکا له دفاع وزارته نه کوي، تاسې خپلواکه یاست. دا دی په بګرام کې امریکایي هوایي ځواکونه د تیار سۍ په حال کې دي. امریکایي پیلوټان په خپلو جنګي بم غورځوونکو الوتکو کې ګوته په تکمه شول ،چې له امر سره سم به په ګوته شوې ولسوالۍ او سیمه کې د افغانانو په وژنو د پخوا په پرتله لس چنده زیات لاس پورې کوي.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نیکولسن او د امریکا سفارت سرپرست، هوګو لارنس په یوه مطبوعاتي غونډه کې طالبانوته اخطار ورکړی چې: جګړه نشي ګټلی، نو ښه به وي چې د سولې لاره انتخاب کړي.

جنرال نیکولسن وویل: طالبان تېر کال سخت ځپل شوي دي او نور د جګړې په ډګر کې د مقاومت توان نه لري.

 موږ د نیکولسن د وینا په اړه دومره وایو چې امریکایي جنرالان هر کال همداسې وايي او بیا په خپله اعتراف هم وکړي چې په تېر کال کې وسله والو مخالفینو په دومره زیات شمېر بریدونه کړي دي؛ خو همدا جنرالان له خپل لوري پر بې ګناه ولس، پر جوماتونو، جنازو، ودونو، فاتحو او امنیتي پوستو کې پر حکومتي پولیسو، په ړندو بمباریو کې وژل شوي او شهیدان نه یادوي. دوی د جګړې په ډګر کې د ماتې وروسته غچ له ولسي وګړو اخلي.

که طالب وسله وال ځپل شوي وای؛ نیکولسن به افغانستان ته د نورو پوځونو درالېږلو غوښتنه نه کوله. کمزوري ته څوک نور پوځونه هېڅکله نه راغواړي. له دې نه دا څرګنده شوه چې طالب وسله وال نه، بلکې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې ځپل شوي دي. مېشت پوځونه نه د طالب وسله والو ځواب ویلای شي او نه په کې نور د افغان بې ګناه ولس د وژلو توان شته. د امریکا دفاع وزارت او د ټرمپ نوې ستراتیژي دا اجابوي چې په افغانستان کې دې جګړه دوامداره او هره ورځ دې په ړندو بمباریو کې په بېلابېلو پلمو افغان بې دفاع ولسي وګړي وژل کېږي.

په کابل کې امریکایی جنرال نیکولسن په دې پوهېږي چې له افغان پوځ سره، سره له دې چې د بهرنیو پوځونو غوڅ ملاتړ ورسره دی، د طالب وسله والو په مقابل کې د جګړې توان نه لري. یوه له لاسه وتلې ولسوالي چې له طالبانو په بمباریو او د ولسي وګړو په وژنو نیسي، بله یې بیا ترې نیولې وي.

دفاع وزارت اعلان وکړ چې د تېر اګست په لومړۍ اونۍ کې د جاني خېلو له لاسه وتلې ولسوالي له طالب وسله والو بېرته ونیول شوه. ورپسې طالب وسله والو راپور ورکړ چې په غزني کې یې د زنه خان ولسوالي ونیوله او په ولسوالۍ کې ټول جنګي وسایل لاس ته ورغلي دي.

تېره ورځ د کابل د خیر خانې مینې قلع نجاران سیمې په یوه جومات کې مرګونی برید وشو، تر شلو زیات وژل شوي او تر څلوېښتو زیات ژوبل یې لرل. برید چې هر چا کړی، خو د حکومت ناتواني په ګوته کوي چې د خپل ولس د سر او مال ساتنه نه شي کولای.

همدا ډول امریکا هم، چې افغان حکومت پرې تکیه کوي، په نړیواله کچه له انزوال سره مخ ده. پر ایران یې لس کاله  اقتصادي بندیزونه ولګول، آخر یې ورسره په اتومي پروګرام موافقه وکړه. پر شمالي کوریا یې شپږ برید کوونکي ګواښونه وکړل، د غبرګون په ښوولو یې سر ټیټ کړ. د بشار الاسد پر خلاف یې شپږ جنګي ډلې وسله والې کړي، خو اسد یې له واکه ګوښه نه کړ. دا دی اوس یې وینزویلا ته د اقتصادي بندیزونو ګواښ وکړ، د وینزویلا جمهور رئیس، نیکولاس مادورو هم خوله ماتوونکی ځواب ورک.ړ له دې نه دا څرګنده شوه چې امریکا د افغانستان په جګړه کې له ماتې سره په نړیواله کچه له انزوا سره مخ ده. افغانانو ته دې په کمه سترګه نه ګوري؛ افغانان له جګړې نه تښتي، تل یې یرغلګر تښتولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button