امریکایي شنونکی: امریکا به افغان جګړه تر لسیزو نوره هم وغځوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۴ فرید افغان)

د امریکا یو پخوانی نظامي متقاعد افسر چې اوس د سیاسي چارو پیژندل شوې څیره بلل کیږي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د پخواني وزیر کولن پاول ددفتر ریس هم پاتې شوی ویلي چې ښایي امریکا په افغانستان کې د جنوبي کوریا په څیر دوام داره پنجې خښې کړي او ښایي تر ۵۰ کلونو ډیر دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې امریکایان په افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې لري نو د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره هم دلته د لسیزو لپاره راغلي دي.
نوموړی وایي امریکا ته د افغانستان د امنیت هیڅ غم ندی ورغلی دوی خپله د امنیت د ګډوډي لپاره زمینه سازي کوي ترڅو ځان ته د وجود دلیل پیدا کړي.
د یاد امریکایي شنونکي په باور امریکا په سیمه کې له دوو سترو سیالانو روسیې او چین سره مخ ده او ددغو سیالانو د را پرځولو لپاره او یا لږ تر لږه ددوی له ګواښونو د ځان د خوندي کولو لپاره دلته حضور ته اړتیا لري.
د نوموړي په آند چې امریکا غوښتل د نوو سرتېرو په ډېرولو او ددوی د ماموریت د پای مودې په نه اعلانولو سره امریکا د خپل دغه اوږدمهالي پلان عملي کولو ته زمینه برابره کړه.

باید وویل شي هغه مهال چې امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کاو، هم؛ ځینې امریکایي څیړونکو خبر ورکړی و چې امریکا په افغانستان کې دوامداره پنجې خښې کړې او هغه هم د روس او چین د ګواښونو څخه د مخنیوي، او د افغانستان دخوندي زیرمو څخه د خپلو اقتصادي موخو کار اخیستل یې ستر هدفونه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button