بین الافغانی جګړه !!!

لیکوال:بحرعمیق

حکمتیارصیب وایی چه په افغانستان کی جګړه بین الافغانی ده.
زماپه خیال چه حکمتیارصیب خو یا هغو امریکایانو ته هم افغانان وایی چه په افغانستان کی اډی او بیزونه لری او دافغانانو په مقابل کی جنګیږی او یادامریکایانو له راتګ او اشغال څخه بلکل خبر نده باید یو څوک یی خبر کړی چه اوووو حکمتیارصیب افغانستان ته(۱۶) کاله کیږی چه امریکایان راغلی دی ته خبر یی کنه؟
افسوس:زمونږ هغه مشران چه دروس په مقابل کی یی جهاد اعلان کړی وو هماغه مشران اوس له امریکایانو سره جهاد ته بین الافغانی او نامقدسه جګړه وایی .
اوس پوښتنه داده چه دوی دامریکایانو کفر ته کفر نه وایی او که اشغال ته یی اشغال نه وایی ولی پرون له کافرسره جهاد فرض عین وو او نن یی نامقدسه جګړه بولی؟
قران خو هغه قران ده هیڅ تغیر نه پکی راځی نو بیا ولی دروس او امریکا په یرغل کی فرق کوی حال دا چه قران دواړو ته کافر وایی؟
اوس دملت سترګی خلاسی دی هیڅوک یی نشی غولولی اوس په هیواد کی علماء شته الحمدالله اوس هرڅوک پوهیږی چه څوک تور او څوک سپین دی:
اوس مو افغانان پیژنی چه دامریکایانو په موجودیت کی ستاسو شخصی ګټی دی هغوی تاسو ته پیسی او نور امکانات درکوی دهغوی په شتون کی تاسو حاکمان او پر قدرت سپاره یاست.
ددی لپاره چه قدرت او پیسی له لاسه ورنکړی له همدی وجی څخه دامریکایانو او دهغوی دګوډاګیانو په مقابل کی جهاد ته بین الافغانی او نامقدسه جګړه وایی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button