د افریقا لویدیځ مالي نومې هېواد کې وسلوالو څه د پاسه ۱۷۰تنه برمته نیولي دي

کابل ټکی کام ۲۹عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د افریقا په لویديځ مالي نومې هېواد پلازمینې «باماکو» په رادیسون سیمه کې د وسلوالو کسانو له لورې څه د پاسه ۱۷۰ تنه په یوه هوټل کې یرغمل نیولي دي.
د ترلاسه شویو خبرونو په اساس نن د جمعې په ورځ یاد برید د لسو کسانو له لورې شوی دی.
په خبر کې ویل شوي چې وسلوالو بریدګرو ۱۴۰تنه مسافرین او د هوټل عمله یرغمل کړې ده.
د خبرونو له قوله چې په نښته کې تر اوسه پورې ۵تنه وژل شوي دي، او جګړه لا هم د مالي هېواد د امنیتي ځواکونو او د وسلوالو بریدګرو تر منځ روانه ده.
ویل کیږي چې وسلوالو بریدګرو مخونه په تورو ټوټو پټ کړي وو، او د تور رنګ لرونکو پلېټونو په موټرو کې هوټل ته را دننه شول، او په برید یې پیل وکړ.
د یادونې وړ ده چې په یاد هوټل کې د لويديځو هېوادونو سوداګر او په مالي کې مېشت فرانسوي نظامیان اوسیږي.



