(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۶ فرید افغان)
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلي چې یو شمیر امریکایي عسکر افغانستان ته لا له وړاندې رسیدلي خو د کره شمیرې په هکله یې وضاحت ورنکړ.
نوموړي وویل د خپلې نوې پالیسۍ تر مخه د ځواکونو د کره شمیرې په هکله څه نه وایي ‹‹ لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ هم وویل چې د خپلو پلانونو، تکتیکونو او د سرتیرو د شمیر په اړه څه نه وایي، ځکه نه غواړي وسلوال مخالفین یې په دې اړه په څه پوه شي. غواړم ووایم چې طالبان به بریالي نشي.››
نیکولسن په طالبانو یوځل بیا غږ کړی چې یا دې تسلیم شي او یا به ووژل شي (موږ به په افغانستان کې تلپاتې یو، وسله مو پرځمکه کیږدئ او یا به ووژل شئ)
تیره ورځ هم رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله راپورونه خپاره کړل چې افغانستان ته ۱۹۰ امریکایي ځواکونه رسیدلي دي.
ددغه سرتېرو قومندان برېپ پینګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ددوی تګ ډېر مخکې تنظیم شوی و، خو اوس عملا امر ورته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې به یې ماموریت آسانه نه وي، ځکه د هر څه پېښېدو امکان شته دی.
په دغو مراسمو کې د سرتېرو کورنیو د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او نور دې امریکايي عسکر په یوه لرې جګړه کې نه وژني.
د امریکایانو تازه دمي ځواکونه داسې مهال افغانستان ته په رسیدو دي چې امریکا په دې هیواد کې د اوږدمهاله پاتې کیدو تکل کړی دی، د امریکایي شنونکو په باور د افغانستان ثبات امریکا ته هیڅ ارزښت نلري یواځې د دې هیواد طبعي زیرمو او د نشیي توکو قاچاق ته یې سترګې پټې کړې دي.
تیره ورځ هم یوې امریکایي رسنۍ د دې هیواد دچارواکو له خولې ویلي و چې امریکا د جنوبي کوریا په څیر د خپلو اقتصادي ګټو د تحفظ، او د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي پخاطر ښایي د ۵۰ یا تر هغه زیاتو کلونو پورې پاتې شي .
وسلوالو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د ولس په ملاتړ د امریکایانو تر بشپړې ماتې پورې خپلې جهادي مبارزې ته دوام ورکوي


















