(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۶ فرید افغان)
د سیاسي چارو امریکایي شنونکي په دې خبره د نظر یوالی لري چې د ټرمپ په مشرۍ امریکایي ادارې ته د افغانستان ثبات او بې ثباتي هیڅ اهمیت نلري او یواځې د دې هیواد طبعي زیرمو او معادنو کې یې سترګې ګنډلې دي
د امریکا د اپوتس پوهنتون استاد“ډینس یلتر“ وایي د ټرمپ اداره غواړي د افغانستان پر بډایه طبیعي زېرمو او دلته د کرل کېدونکو نشه يي توکو پر سوداګرۍ سربېره د مرکزي اسیا د ګازو او تېلو پر ذخیرو خېټه واچوي
د امریکایي شنونکو په باور ، په افغانستان کې د امریکا لخوا افغانستان ته د اضافي ځواکونو را استول او د جګړې په تداوم ټینګار پدې معنا دي تر څو امریکا له دې لارې د سیمې هېوادونو ایران، چین او روسیې ته ستونزې جوړې کړي.
امریکایي شنونکی یلتر وايي: “په بل عبارت، امریکا باید د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره، د افغانستان ویجاړولو ته دوام ورکړي، ځکه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم د امریکا مداخله د نړۍ په کچه د ترهګرو ډلو د خورېدو او پیاوړتیا لامل شوې ده او دغه کار امریکا ته په نورو هېوادونو کې د مداخلو پلمه هم په لاس ورکړه نو لازمه ده تر څو امریکا خپله دې اور ته تیلی ووهي.”
د امریکایي شنونکو په باور امریکا له پیله په افغانستان کې د مداخلې له لارې دا هڅه کړې چې د بډایه طبیعي زېرمو د لوټ، او ستراتېژیک جیوپولیټکي موقعیت څخه د دغه برخمن هېواد کنټرول ترلاسه کړي.
د دوی له قوله امریکا پدې فکر کې ده تر څو د دې هیواد دمخدره توکو په تیره بیا د تاریاکو او اپیمو سوداګري په لاس کې واخلي چې امریکايي کمپنيو او مافيايي ډلو ته ترې میلیاردونه ډالره ګټه رسېږي، چې دا د افغانستان له خاورې په قانوني او غیر قانوني توګه د ایستل کېدونکو سترو ګټو یوه برخه ده.
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د سترې لوبې مرکزي نقطه ګڼل کېږي. دا هېواد د مرکزي اسیا او د (اسیا – اروپا) د لويې سیمې د کنټرول لپاره د زبرځواکونو د سیاسي او ډیپلوماټیکې مخامختیا ډګر دی.
د شنونکو په وینا ، واشنګټن غواړي د چین له خوا د یوې لارې او یوه کمربند په نوم د څو میلیارده ډالرو په ارزښت د ټرانزیټي لارو پروژه چې اسیا له اروپا او افریقا سره تړي، د افغانستان له خاورې سبوتاژ کړي تر څو یې د قراردادونو او وسایلو ګټه په ټولییز ډول د امریکا په برخه شي.


















