راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کابل ۱۳۹۶ وږی ۶)
وروسته له هغه چې د میانمار (برما) واکمني د دې هیواد د بشري حقوقو فعالې آن سانسوچي ته په لاس ورغله د دې هیواد په مسلمانانو لږکیو ورځ تربلې د مشکلاتو مړۍ مخ پر تنګیدو ده او روزانه د وژنو، ځورونو او ترور له ګواښ سره مخ دي.
پدې هیواد کې هیڅ رسنۍ د ۱،۱ میلیون روهنګیانو غږ نه را اخلي او د هغو څخه په هر ډول راپور ورکول د حکومت لخوا بندیز لګول شوی دی.
ځایي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې د میانمار د پوځ او روهنګیا لږکیو تر منځ د تیرې اوونۍ راهیسې د ‹‹رخنې›› په سیمه کې د نښتو له امله تر اوسه تر ۱۰۰ تنو ډیر روهنګیایان وژل شوي دي.
د پوځ لخوا په ولسي خلکو بې دریغه بریدونو لسګونه زره خلک دې ته اړ کړي چې خپل ټاټوبي پریږدي او تیښته وکړي.
راپورونه وایي چې د میانمار چارواکو له جمعې ورځې راهیسې ۴۰۰۰ غیر مسلمانان خوندي ځایونو ته انتقال کړي، ۲۰۰۰ روهنګیايي مسلمانان د بنګله دیش پر لور تښتیدلي دي.
روهنګیا لږکیو ته د میانمار تابعیت نه ورکول کیږي، او د نوبل جایزې اخیستونکې میرمن سان سوچي، په دې ترتیب هڅه کوي ترڅو د پوځ د ظالمانه غچ اخیستونکو اقداماتو څخه ملاتړ کوي
روهنګیایي لږکي هڅه کوي د خپل سر د تحفظ پخاطر ګاونډي هیواد بنګلادیش ته واوړي تر څو هلته د پوځ له سختو ظلمونو بچ شي.
شاوخوا ۴۰۰ زره روهنګیان دې هیواد ته رسیدلي چې له ډلې یې ۸۷۰۰۰ مسلمانان د تیر کال راهیسې ورغلي دي، په همدې شمیره کې ۲۰۰۰ کسان د تیرې اونۍ څخه راپدیخوا رسیدلي دي.
د رسنیو د خبرونو له مخې هلته هم په یادو لږکیو آسمان وریځ دی او د هغه هیواد چارواکو ۷۰ تنه یې بیرته برما ته سپارلي دي.
په میانمار کې روهنګیا لږکي د هغې مذهبي ډلې په توګه ګڼل کیږي چې له حقوقو بې برخي دي او د حکومت تر سخت تعقیب لاندې دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په تیر مني کې د میانمار د پوځ له لوري د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې عسکرو سخت د بشریت ضد جرمونه کړي دي.
باید وویل شي چې د نړۍ په سطحه روهنګیایي لږکي هغه ډله شمیرل کیږي چې تر سخت فشار لاندې ده.

















