لیکوال: بحرعمیق
زمونږ په ګران افغانستان کی موجود حکومت ته مونږ ځکه فاسد نظام ویلی شو چه دفسادونو مجموعه ده.
حتی کفری ممالک چه ددی نظام بنیاد او بنسټ ایښودونکی دی هغوی یی هم د دنیا په سطحه فاسدترین نظام بولی او ور پوری خاندی.
کوم یو فساد چه دځمکی په سر شته هغه په موجوده نظام کی خامخا شته.
که یوڅوک له دی نظام څخه دفاع کوی هغه دی دالله.ج. په ذات قسم وکړی چه په موجوده اداره کی دالاندی کارونه نشته.
لکه:اداری فساد.قتل.غلا.رشوت.دځمکو غصب.دچوکیوخرڅیدل.اختطاف.بی ګناه خلک بندیانول او ګناه ګار ازاد ګرځیدل.ساز او سرود.شراب.فحاشی.دمخدره موادو کاراوبار.قاچاق.دمظلوم حق خوړل.حقدارته خپل حق نه رسیدل.کار اهل کار ته نه سپارل.نا امنۍ.وغیره؟
صرف دالله.ج. درضالپاره به حقیقت وایو.
له دی ټولو جرائمو سره سره که یوڅوک بیاهم دی نظام ته شرعی نظام وایی او دافغانستان او اسلام په ګټه یی بولی رایه ورکوی او تائیدوی یی نو دغه خلک هم په دی ګناه کی شریکان دی الله.ج. به یی ددغو مجرمانو په صف کی راپورته کوی ولو که دغه جرم دوی کړی هم نه وی.
ځکه چه مجرم ته رایه ورکول ملاتړ یی کول اوتائیدول یی له مجرم سره یوه نوعه مرسته او همکاری ده .
مونږ الله. ج. په دی مکلف کړی یو چه دمجرم سره مرسته ونکړو.الله.ج. فرمایی:
[سُوۡرَةُ المَائدة : 2]
وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوٰنِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ:
ژباړه:او كوم كارونه چي د ګناه او تيري وي، په هغو کښي د هيچا ملاتړ مه كوئ. د الله.ج. څخه ووېرېږئ، د الله.ج. عذاب ډېر سخت دى.!
اوس که څوک ځان ته حقیقی مسلمان وایی او نه غواړی چه په پردی جرم کی وچ په وچه ځان شریک کړی او پردی پیټی پخپلو اوږو بار کړی نو دغه ایت شریف دی ښه په غور سره وګوری او ترجمه دی کړی بیا دی له دغه فاسد حکومت څخه لاس واخلی او یو ډول همکاری دی هم نه ورسره کوی ځکه چه ډالر بل څوک اخلی مزی او چړچی نور کوی او دوی هسی ځانونه جهنم ته رسوی.!


















