(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د هرات ولایت د شنډنډ ولسوالۍ اړوند د زېرکوه په بخت آباد سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکو سخته بمباري کړې ده.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې په یاده بمبارۍ کې شاوخوا ۳۵ تنه ملکي وګړي چې تر ډیره ښځې او ماشومان د وژل شوي دي.
د سیمې خلکو ویلي چې بمبارۍ کې یواځې ملکیان په نښه شوي او هیڅ وسلوال په سیمه کې حضور نه درلود.
طالبانو پیښه جنایت بللی او غندلی یې دی.
د ګډحکومت چارواکي چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له امله پداسې پیښو د نظر ورکولو اجازه نلري، پدې اړه یې هم له څه ویلو ډډه کړې ده.
باید وویل شي چې تیره ورځ هم د کندوز ولايت چهار درې ولسوالۍ په سجاني او سلفي سيمو کې د بهرنيانو د بمبار له امله يوه مېرمن شهيده ، ۲ ماشومان او ۲ نوري سختې ټپیانې شوې وې.
د ټرمپ ادارې ویلي چې په نوې ستراتیژي کې یې د هوایي بمباریو ډیرولو ته اولویت ورکړی او غواړي پدې ډول خپل مخالفین وځپي .
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا دا ډول کړنې بشرضده جنګي جنایات بولي او په وینا یې چې دا ډول بریدونه به لا ولس د انتقامي بریدونو پخاطر د جهادي مبارزې په لور سوق کړي


















