کندز: عملياتي قوه د تلفاتو په ليدلو سره له چهاردرې ووتله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): له تيرو څو ورځو راهيسې افغان او امريکايي ځواکونو د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي و، چې په دې لړ کې يې د طالبانو په ګډون ولسي خلکو ته هم مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

يوې دولتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې په دغو عملياتو کې د بهرنيو هوايي ځواکونو په ګډون پليو عسکرو هم برخه لرله.

ګډو ځواکونو دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په عربانو، سجاني، بازخيلو او يو شمير نورو کليو کې پيل کړي و، چې د وسله والو طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په يادو سيمو کې يې په عملياتي قوه درنې چاودنې او جګړې کړي، چې عسکرو ته يې د مالي زيان سربيره ځاني تلفات هم اړولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملياتو پر مهال د لسګونو عسکرو او اربکيانو په ګډون دوه سيمه ييز قومندانان “سلطان” او “لعل چونټه” هم وژل شوي دي.

يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د طالبانو د شديدو بريدونو او سختو جګړو له امله سيمې ته ورغلې قوه بيرته په شاه شوې او تيره شپه د چهاردرې ولسوالۍ له يادو سيمو ووتله.

څو ورځې وړاندې هم د امريکا هوايي ځواکونو په دغه سيمه کې ولسي کورونه بمبار کړل، چې د يوې ميرمنې د وژنې سربيره څلور تنه ټپيان شول، خو تازه يوه سيمه ييز اوسېدونکي رسنيو ته ويلي چې تيره ورځ هم په دغه سيمه کې امريکايي ځواکونو بمار وکړ، چې له کبله يې ولسي خلکو ته مالي زيانونه واړول او يو شمير کورونه يې ويجاړ کړل.

طالبان وايي، په ټوله درې ورځنۍ جګړه کې د دوی څلور تنه وسله وال (طالبان) وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

چارواکو په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button