حزب اسلامي: عطانور د پردیو غلام دی،او دحکمتیار په اړه یې خبرې بې اساسه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۷ فرید افغان)

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د بلخ د والي پر څرګندونو توند غبرګون ښوودلی او هغه یې د پردیو د لاس آله بللې.
د حزب لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بلخ والي عطا محمد نور د پردیو غلام دی او غواړي په افغانستان کې د پردیو، په ځانګړې توګه د امریکا او ایران د ګټو لپاره کار وکړي

مقاله زیاتوي «عطامحمد نور، تېره ورځ د افغانستان د جهاد او ازادۍ پر اتل حکمتيار نيوکه وکړه او ويې ويل چې حکمتيار د ايران پر ضد څرګندونې کوي، حزب ویلي چې د دوی مشر له هر هیواد سره ښې اړیکې غواړي خو په وینا یې چې‹‹ د خپل ايماني او هېوادني مسووليت له مخې د هېڅ هېواد او ډلې هغه پلانونه پلي کېدو ته نه پرېږدي او پر وړاندې يې درېږي، چې د اسلام او زموږ د ګران هېواد پر ضد جوړ شوي وي. همدې اصل ته پام، د حزب اسلامي مجاهد امير، په بېلابېلو هېوادونو نيوکې کړي دي. »
مقاله کې ندي راغلي چې حزب د امریکا د پوځي حضور په تمدید او د ټرمپ په نوې تګلاره ولې چوپ دی؟.

مقالې د نور د هغې خبرې په ځواب کې چې حکمتیار د سولې له بهیر سره د یوځای کید ترمخه چیرته ؤ؛ ویلي، چې مشر یې کلونه کیږي چې د افغانستان په سردرو کې د خپلو خلکو ترڅنګ اوسیده او په پیغوریزه توګه یې ویلي چې
مشر یې ‹‹هېڅکله د هېچا غلامي نه ده کړې او ستا په څېر نه دى چې کلونه، کلونه دې د امريکايانو غلامي وکړه او په پاى کې يې لکه د پيپسې خالي بوتل لرې وغورځولې. »

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس د یکشبنې په ورځ د خپل وینا پر مهال حکمتیار ته د «کابل د قصاب» په نوم خطاب وکړ .

د حزب اسلامي مقالې د عطانور د هغې پیغوریزې جملې په هکله کوم ځواب ندی ویلی چې ویلي یې ؤ ( تا خو ویل چې ترڅو یو امریکايي عسکر په افغانستان کې وی، زه به د رسول الله ص امتي نه یم که کابل ته راغلم؛ اوس په کومو سترګو راغلی یې؟امریکایان خو هغه دي نور ځواکونه هم رالیږي او په افغانستان کې يې خپل شتون نور هم وغځاوه، ستا هغه خبرې چېرې لاړې چې ویل دې؛ د یو امریکايي عسکر په شتون کې کابل ته نه راځم)
د یادونې وړ ده چې عطانور حکومت هم ننګولی ؤ او ولسمشر ته یې په خطاب کې ویلي ؤ، چې ( نه ستا په لاسلیک والي شوی یم او نه مې ته د لرې کولو صلاحیت لرې)
خو د حزب ځواب داسې مهال خپریږي چې حکومت لا هم د عطانور د څرګندونو په اړه خاموشي غوره کړې ده.
عطانور هغه مهال حکمتیار په تعصب او نفاق هم تورن کړی و چې د حزب په ځوابیه لیک کې یې وضاحت ندی شوی.
شنونکي وایي؛ حکمتیار د عطانور په هکله ریښتونې خبره کړې او عطانور د حکمتیار په اړه له حقیقت سترګې ندي پټې کړې

.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button