(افغان حکومت کې فساد به امریکايي تګلاره ناکامه کړي)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال ريچارد ارميتاژ ويلي، چې د افغانستان حکومت په پراخ فساد کې ښکېل دی او زياتوي چې همدا فساد به د دې لامل شي چې د امريکا نوې تګلاره ناکامه کړي.
نوموړي ويلي، چې افغانستان د دې لياقت نه لري چې امريکايي پوځيان دې هلته قرباني شي او په خبره يې چې امريکايي ځواکونه بايد له افغانستانه ووځي.
ارميتاژ وايي، ترڅو چې افغان حکومت نه فساد ورک نه شي، يواځې په څلور زره اضافي سرتيرو دغه ستراتيژي نه بريالۍ کېږي.
دغه راز نوموړي ويلي، چې ټرمپ په خپله نوې ستراتيژۍ کې د افغان حکومت په اړه هيڅ ډول څرګندونې نه لرلې او په خبره يې چې د دغه لانجمنې مسلې تر ټولو ښه لار دا ده چې امريکا افغان ځواکونه وروزي او په افغان حکومت کې د فساد مخه ونيسي.
ريچارد ارميتاژ د امريکا د پخواني ولسمشر بش د دورې پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال و.
ټرمپ د افغانستان د نوې ستراټيژۍ د اعلان پر مهال وويل چې په دغه هېواد کې به تر نامعلومې مودې پورې خپل ماموريت وغځوی او تر هغې به وجنګيږي ترڅو يې د افغانستان جنګ ګټلی نه وي.



