
څوک چې واده کول غواړي مونږ واده ورته کوو
عزیر اسدخیل
د عمر بن عبدالعزیز د خلافت په زمانه کې د اسلامي حکومت د تمدن یوه بله بېلګه تاریخ لیکلې ده چې د عمر بن العزیز د خلافت په زمانه کې اسلامی حکومت حاکم و، د ټولو ښارونو په څلورلارو کې به هره ورځ چيغې وهل کېدې چې: بیت المال کې پیسې دومره زیاتې دي چې نه مصرفیږي؛ نو ځکه:
- څوک چې واده کول غواړي مونږ واده ورته کوو!
- څوک چې کور جوړول غواړي مونږ کور ورته جوړوو!
- څوک چې پوروړی وي مونږ يې پور خلاصوو!
- څوک چې حج او عمرې ته تلل غواړي مونږد حج فریضه پرې ادا کوو!
نن سبا سره له دې چې د پخوا په نسبت هر څه خورا پریمانه دي، مالونه ډیر، بډايان او شتمن خلک زيات دي خو فقیر او مسکین ته څوک خپل حق چې زکات او داسې نور دي هم نه ورکوي پاتې خو لا دا چې چاته د واده په کولو کې اوږه ورکړی یا چاته کور جوړ کړی او یا چاته پور خلاص کړی او یا یې حج او عمرې ته واستوي.
هغه یواځې د عمر بن العزیر رحمه الله زمانه وه د هغه حاکم زمانه چې يوازې څلوېښت کاله ېې ژوند وکړ.
هو!
اميرالمٶمنين حضرت عمر بن عبدالعزيز (رحمة الله عليه) ته د زکات له مال نه بې شمیره سره زر راغلل، ده ورته وويل : دا فقيرانو ته نفقه کړئ!
دوى ورته وويل: په اسلامي امت کې هېڅ فقير پاتې ندى.
ده ورته وويل: پوځونه پرې تجهيز کړئ!
دوى ورته وويل: د اسلام پوځونه د نړۍ تر ټولو مجهز پوځونه دي.
ده ورته وويل: ځوانانو ته وادونه پرې وکړئ!
دوى ورته وويل: چا چې د واده اراده درلوده هغوى په واده شول؛ خو لا هم مال پاتې دى.
ده ورته وويل : د پوروړو، پورنه پرې خلاص کړئ!
دوى همداسې وکړل؛ خو مال بیا هم پاتې و، ده ورته وويل:
په يهودو او نصاراوو کې غريبان ولټوئ او د هغوى پورونه هم ورته خلاص کړئ!
دوى دا هم وکړل؛ خو مال بیا هم پاتې و، ده ورته وويل: د علم خاوندانو ته يې ورکړئ
دوى دا هم وکړل؛ خو مال بيا هم پاتې و، ده بيا ورته وويل: غنم پرې واخلئ او د غرونو په څوکو يې وشيندئ تر څو د اسلامي ځمکو مرغان وږي پاتې نشي!!!



