د هند حکومت حکمتیار ته د ځینو همکاریو په بدل کې د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو وعده ورکړې

 

نعیم نظامي

په پلازمېنه کابل کې د حزب  د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، په کابل کې د هند د سفارت  یوه لوړ رتبه دیپلومات – چې په حقیقت کې د پولې دواړو غاړو ته استخباراتي چارې پر مخ وړي او د هندوستان  د استخباراتي سازمان (را) له  لوري د سیمې لپاره نماینده  دی- له حکمتیار سره د منځګړو په توسط د یوې پټې استخباراتي معاملې په سر په خبرو بوخت دی.

سرچینه زیاتوي، منځګړي د ګډ حکومت د ملي امنیت مشاور (حنیف اتمر) او د ملي امنیت  لوی رئيس (معصوم ستانکزی) دي او نږدې  دوه اونۍ د مخه يي د دارالامان په سیمه کې د حکمتیار په هستوګنځي کې په دې اړه له حکمتیار سره تنها په تنها وروستی ملاقات کړی او خبرې یې ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي، د هند استخباراتي سازمان غواړي د حکمتیار له هغو امکاناتو څخه چې د پولې په بله غاړه کې یې لري، خپلو استخباراتي موخو ته د رسېدو لپاره ګټه واخلي او په بدل کې يې حکمتیار ته په ګډ حکومت کې د سیاسي امتیازاتو او اقتصادي امکاناتو وعده  ورکړې ده.

همدغه راز د هندوستان استخباراتي سازمان له حکمتیار سره د طالبانو د هغو چارواکو د ترور په اړه هم په غیر مستقیه توګه خبرې کړي، کوم چې د هندوستان حکومت په افغانستان کې خپلو ګټو ته تر ټولو زیات تهدید ګڼي او ګډ حکومت هم ترې زیاته وېره لري. د سرچینې له قوله د طالبانو دغه چارواکي زیاتره هغه کسان دي کوم چې د طالبانو سرتېري بریدونه  تنظیموي او هم هغه شخصیتونه دي کوم چې د سیمې او نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو سره د طالبانو د سیاسي اړیکو په برخه کې کار کوي.

د شنونکو له انده، بهرنۍ او کورنۍ استخباراتي ادارې په دې لټه کې دي چې د پولې دواړو غاړو ته د حکمتیار له امکاناتو څخه د خپلو استخباراتي اهدافو د تحقق په  برخه کې عظمي استفاده وکړي؛ خو که حکمتیار له احتیاط څخه کار وانخلي کېدای شي خپل ټول تنظیم د یوې بلې پټې استخباراتي جګړې لور ته ور ټېل وهي، چې  تر ټولو زیات زیان به يې نوموړي او د نوموړي تنظیم ته رسیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button