(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۸ فرید افغان)
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان نن د اسلام پنځم لوی رکن د حج فریضه آدا کوي.
حاجیان نن له حرم شریف څخه د منا پر لور وخوځېدل او له دې سره د حج مناسک هم پیل شول.
نن د ذي الحجې په اتمه سهار وختي میلیونونه حاجیان د منا پر لوري د تلبیې په لوړو هیبتي غږونو (لبیک اللهم لبیک) په ویلو سره وخوځېدل.
حاجیان به تر ماښامه پورې ټول منا ته ورسېږي.
شپه په منا کې وکړي او سهار له لمر ختلو سره به د عرفات هسکې غونډۍ او میدان ته ځانونه ورسوي.
عرفات کې به د سعودي د ستر مفتي په امامت د حج د خطبې له لوستلو وروسته د ماسپیښین او مازدیګر لمونځونه یوځای آدا کړي.
حاجیان به د لمر له لوېدو سره سم دمزدلفې په لور وخوځیږي او هلته به د ماخوستن او ماښام لمونځونه یوځای آدا کړي او تر سهاره به عبادتونه دعاګانې کوي.
حاجیان به د جمعې په ورځ لوی شیطان په کاڼو وولي، ویښتان به کم کړي، قرباني به کوي او بیا به مکې مکرمې ته د طواف لپاره ولاړ شي او له دې وروسته به احرام لرې کوي او عادي جامې اغوستلی شي.
خو دوه ورځې نور به هم شیطانان وولي او له دې سره به د حج مراسم پای ته ورسېږي.
د سعودي چارواکو ویلي چې سږکال د تیرکال په پرتله ۸ لکه حاجیان ډیر راغلي دي او سږني حج کې به شاوخوا دوه نیم میلونه کسان برخه اخلي چې داشمیره تر پرونه پورې یو میلیون او ۹ سوه زره کسان و او ښایي ترسبا پورې همدومره نور هم زیات شي.


















