جواد څارګر
دوه وروڼه له کلي د مزدورۍ په نیت وتلي، کله چې د ناپرسان ښار ته رسېدلي د یوه پر غاړه د اعدام طوق برابر راغلی او د بل پر اوږه د پاچاهۍ باز ناست شوی، یو ورور بې ګناه اعدام شو او بل یې پاچا شو؛ نه چا د پاچا د اصالت پوښتنه وکړه او نه چا د معدوم د ګناه او جُرم.
دمګړۍ افغانستان هم د ناپرسان ښار بڼه خپله کړې، نه څوک د پاچا اصالت ته ګوري او نه د مجرم، جُرم، سزا او ګناه ته.
کله چې کوم ولس خپل اصیل بچیان پردي کړي او بې اصله او بې نسبه خلکو ته د قیادت واګې وسپاري، طبعي ده چې ژوند به یې د ناپرسان په ښار کې وي او بې جُرم او بېګناه به وژل کېږي.
لا د امریکایانو دنوې استراتېژي د اعلان اونۍ نه ده پوره چې په کندز، شینډنډ، لوګر کې مو دلسګونه هیوادوالو، دژوند تارونه امریکایي الوتکو غوڅ، او په سرو وینو یې ولمبوَل.
مخکې تر دې چې دکندز، شینډنډ، لوګر دوېرجنو سره ویر وکړم، دښځمنو او سپین ږیرو پر بې حسه او تیکه ـ تیکه بدنونو دغم ساندې ووایم، او په فاسفورسو دسوځول شویو دتنکیو او ګلالیو ماشومانو غلبېل ـ غلبېل جسدونو، او هغه تاندو هیلو ته اوښکې توی کړم چې تر اوږد ژوند وړاندې یې نږدې اختر ته درلودلې؛ غواړم دهغه ولس پر حال اوښکې توی کړم چې، دداسې کم اصلو او بې وجدانه افرادو زعامت یې منلای، چې نه ورته ددوی وینه ارزښت لري، نه ژوند او نه ملي غرور.
مخکې تر دې چې وحشي امریکایان د اشغال افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي، د استعمار تورمخو استحمارانو وار له مخه ورته د ‘مثبتې تګلارې’ سندرې زمزمه کړې، او په قات ملا یې مننې ترې وکړې.
زه د استعمار لپاره په کرایه استحمار شوي چارواکي او زعماء نه ملامتوم، هغوی دومره پرېوتي او ذلیل دي چې دشینډنډ وحشت ددې لپاره ځان ته منسوبوي، ترڅو یې بادار ته د پړې ګوته ونه نیول شي؛ زه هغه مېړنۍ ولس ملامت بولم چې دهر زبرځواک ژامې یې ورماتې کړي او نن یې همت بایللی.
ولس ولې غلی دی؟ که په دې ځان ته قناعت ورکوي چې ګویا طالب لګیا دی مقاومت کوي، دقیامت پر ورځ طالب ددوی د اعمالو ځواب نشي ویلای، او که په طالب بد ګومانه دي، کوم مسیحا ته انتظار باسي؟!
آیا اوس هم ولس خبر نه دی چې روانه جګړه دڅه شي جګړه ده؟
امریکایي جنرال ( ویسلي کلارک) دروانې جګړې په اړه وایي: که څوک دا فکر کوي چي موږ د افغانستان جګړې ته ددې لپاره راوتلي یو چي، د سپټمبر دیوولسمي پېښي انتقام واخلو، نو دا خلک پر غلطه دي، او خپله غلطي دي اصلاح کړي
موږ یوې قضیې (جګړې) ته را ایستلي یو چي د هغه قضیې نوم اسلام دی، موږ دا نه غواړو چي اسلام دي د یو خپلواک شریعت په توګه پاته شي او مسلمانان دې د اسلام دڅرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي چي اسلام څه شی دی؟
بلکې دا پرېکړه به موږ د دوی لپاره کوو چي اسلام څه شی دی ( یعني موږ به دوی د امریکایي اسلام پیروۍ ته رابلو).
تېره ورځ د امریکا خارجه وزیر وویل چې طالبان دې دا سوچ نه کوي چې موږ به له افغانستانه ووځو، موږ دلته د اوږدې جګړې لپاره راغلي یو
د امریکایې وزیر خبردارۍ طالبانو ته نه دی، بلکې افغان ولس ته پیغور ورکوي چې موږ ستاسو پر خاوره خپلې ګټې لرو، او دخپلو ګټو لپاره نه ستاسو له وژلو درېغ یو، او نه مو ملي او اسلامي ارزښتونو ته متعهد یو.
لنډه به یې ووایم؛ ددې ولس بدمرغي له همدې ځایه پیل ده چې خپل اصیل بچیان یې دپردیو په اشاره پردي ګڼلي، او په پردیو پورې یې دخوشالۍ او سوکالۍ هیلې تړلي.
دا دواک پر ګدۍ ناست تالي څټ افراد دناپرسان ښار واکمنان دي، اصالت نه لري، دزعامت اهلیت نه لري، او مازې د دې لپاره یې امریکایي باز پر اوږو کښېنول شوای چې دپردیو دګټو لپاره خپل وروڼه او بچیان ووژني.
دوی معترف دي چې دپیپسۍ بوتلونه دي او چې کله یې باد ووت، جوش یې ختم شو او له کاره ولوېدل، ایسته به یې وغورځوي او له بله پلوه امریکایان په جار نارې وهي چې موږ افغانانو ته افغانستان نه جوړؤ، امریکا کومه خیریه مؤسسه نه ده چې پردیو ولسونو ته به هیوادونه جوړوي.
که چېرې د امریکایي اشغال پر وړاندې دحي علی الجهاد ناره پورته نشي، هره شېبه ددې امکان شته چې کورنۍ مو بمبارد او دژوند تنابونه مو غوڅ شي.
د ازاد او خپلواک افغانستان په هیله


















