(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۹ فرید افغان)
نن ورځ کعبې شریفې ته نوی غلاف ور کړل شو او د خلکو د توجه وړ وګرځید.
هر کال یاد غلاف د حج په مراسمو کې بدلیږي چې شاوخوا میلونونه دالر لګښت پرې راځي.
په تېرو وختونو کې د کعبې پوښ یو څه وخت سور و، وروسته زرغون او بیا سپین شو خو اوس ډېر کلونه کېږي چې تور رنګ ورته غوره شوی چې په طلايي رنګ د قرآن شریف آیتونه پرې لیکل کېږي.
محمد بن عبدالله باجواد چې د کعبې شریفې د پوښ د چمتو کونکې ادارې مسؤل دی وایي؛ په یاد پوښ شاوخوا ۶ میلون دالر لګښت راځي او د چمتوکولو لپاره ۱۲۰ کیلو سره زر،۱۰۰ کیلو سپینزر او ۶۷۰ کیلو ورېښم په کارېږي.
نوموړي وویل داپوښ په شاوخوا دوو میاشتو کې جوړیږي
رویټرز خبري اژانس څو ورځې وړاندې په همدې هکله یو راپور ور کړی و، چې یاد پوښ د ورېښمو او کتان څخه اوبدل شوی ټوکر دی او برسېره پرې د سرو زرو په اوبو د قرآنکریم آیتونه کښل شوي دي.
د پوښ جوړولو د فابریکې مسؤل وايي چې د کعبې د پوښ اومه مواد؛ لکه ورېښم له ایټالیا او د سپینو او سروزرو اوبه له جرمني څخه راوړل کېږي او وروسته په سعودي عربستان کې جوړېږي.

















