(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۹ فرید افغان)
امریکایي رسنیو د دې هیواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې امریکا په پلان کې لري چې افغانستان ته لویې بم غورځونکې الوتکې واستوي تر څو په پراخو هوایي بریدونو کې ترې کار واخلي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې اټکل کیږي افغانستان ته د نویو استول کیدونکو ځواکونو سره درنې بم غورځوونکې الوتکې، زرګونه پراشوټي او سمندري ځواکونه او زرګونه ثقیله وسایل هم شامل وي.
نیویارک ټایمز د ځینې امریکایي چارواکو له خولې ویلي چې پنټاګون په پام کې لري ترڅو افغانستان ته نورې ایف ۱۶ ډوله جنکي جټ الوتکې ، اې ۱۰ ډوله الوتکې ، نورې بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې او یا د دغو درې واړو یوه مجموعه الوتکې واستول شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تیرې ورځې په ګڼه کې لیکلي چې د امریکایي عسکرو د دوه اتیایمې فرقې د لومړۍ لوا نږدې نیمايي منسوبین همدا اوس په افغانستان کې دي او پاتې نور چې شاوخوا پنځلس سوه سرتیري کیږي هم له دغو ځواکونو سره د یو ځای کیدو لپاره په انتظار دی.
چارواکي وایي دغه الوتکې همدا اوس افغانستان ته پر لاره دي، او په وینا یې چې بي ۵۲ الوتکې به په قطر کې وي خو په افغانستان کې به خپلسري عملیات ترسره کوي.
امریکایي چارواکو ویلي چې د سمندري ځواکونو د توپچي شاوخوا سل کسیزه ډله به هم د افغانستان په بیلابیلو هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې هوايي ملاتړ ورته نه رسیږي.
بلخوا د بلکواټر خصوصي امنیتي کمپنۍ مشر اریک پرنس د ټرمپ نوې تګلاره زړه او بیکاره بللې ده او وړاندیز یې کړی چې امریکا دې دوه زره ځانګړي ځواکونه له یو شمیر ملاتړو ځواکونو سره په افغانستان کې ځای پر ځای کړي ، او تر څنګ دې شپږ زره قرار دادي غیر دولتي سرتیري هم واستول شي او نور سرتیري دې بیرته امریکا ته را وغوښتل شي.
دی د ده په وینا پدې سره به د امریکایي عسکرو د مرګ ژویلې کچه هم راټیټه شي او ترڅنګ به یې ۴۰ ملیارد ډالر هم وسپمیږي.
باید وویل شي چې پدې ورستیو کې د امریکایي ځواکونو درنې بمبارۍ بې مخینې زیاتې شوې او په روانه اونۍ کې امریکایي الوتکو په کندوز، هرات لوګر کې څو کلي پداسې حال کې بمبار کړل ، چې هیڅ مخالف پکې شتون نه درلود.
په یادو بمباریو کې سلګونه تنه ښځې ماشومان یې ووژل او همدومره نور ټپیان شوي دي.
د چارو څاروونکي پدې آندي چې امریکا داځل ټوله اتکا په هوایي بریدونو کړې او دا ځل غواړي تر څو د روسانو په څیر د عامو افغانانو پرضد هم خپل عملیات ترسره کړي تر څو بریا ته په رسیدو کې دا وروستی چانس هم وآزمایي.


















