طالبان: له هوا څخه د جعلي پاڼو شیندل د حکومت وارخطایي ښیي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د اختر د رارسیدلو سره سم دا سې مهال چې طالبان د خپل مشر اختریز پیغامونه تر ولسي خلکو رسوي، ناپیژانده الوتکو له هوا څخه د اختر په مناسبت د طالبانو د پخواني مشر په نوم د مبارکي جعلي پیغامونه چې پکې د طالبانو له نوي مشر څخه شکایتونه درج شوي شیندلي دي.
یادې جعلي پاڼې په فراه، غزني او یوشمیر نورو ولایاتو کې د خلکو په کورونو دښتو باغونو کې په پراخه کچه شیندل شوې دي.
په یادو پاڼو کې د طالبانو د پخواني مشر ملااختر محمد منصور ملګرو ته منسوب یوجعلي لیک د اخترمبارکۍ په نامه شیندلی شوی چې پکې له نوي مشر شیخ هبةالله څخه نارضایتي پکې درج او د هغه په فعالیتونو نیوکه پکې شوې ده.
په یادو پاڼو کې د تلیفون شمیره هم شتون لري او له خلکو پکې له حکومت او امریکایي ځواکونو سره د مرستې غوښتنه هم شوې ده.

طالبانو دا ډول کړنې د مقابل لوري د وارخطایي نښې بللې او په وینایې چې ولس په دا ډول جعلي لیکونو نشي دوکه کیدی
(دغه راز استخباراتي هڅې د حقیقت او ريښتیا په میدان کې د دښمن د پوره مایوسۍ او وارخطايي نښې دي.
اولس او د اسلامي امارت مجاهدین د دښمن دغه ډول ټولو دسیسو ته په خورا ځير سره متوجه دی.)
طالبانو په پیغور آمیز ډول ویلي چې حکومت او استخباراتي کړۍ دې پدې ډول کړنو خپل وخت نه ضایع کوي
(اوس د داډول شیطاني دسیسو وخت تیر دی، هیڅوک به هم پرې باور ونه کړي او نه باید د دښمن په دغه ډول جعل کاریو چاته کوم تشویش پيداشي)
باید وویل شي چې دا لمړی ځل ندی چې حکومت دې د خپل نفوذ او د مخالفینو پروړاندې دا ډول تبلیغاتي هڅې کوي بلکې ترې وړاندې هم په ځلونو ورته چارې شوې دي.
حکومت هڅه کوي تر څو د خپل پراخ رسنیز سانسور له لارې هم د مخالفینو پر وړاندې خپل تبلیغاتي کمپاین ګرم وساتي ترڅو یې د خپل فکر د ترویج او د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې کار کړی وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button