د ترهګرو ځاله په ارګ کې ده

تبصره

امريکا چې په ٢٠٠١ ميلادي کال پر افغانستان يرغل وکړ، بهانه یې دا کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ځالې دي. د دې لپاره چې په امريکا کې، د امريکايانو په وينا له افغانستانه ١١ سپتمبر په څېر نورې ترهګريزې پيښې ونه شي، پر افغانستانی يرغل وکړ. د طالبانو هغه د امن نظام چې نه دمخه په افغانستان کې تېر شوى ؤ او نه به وروسته راشي، آن دا چې دوست او دښمن دواړه په افغانستان کې طالب دورې د امن نظام ته قانع وو، امريکايي يرغلګرو همدا د امن نظام له منځه يووړ او پر ځاى یې په بن کې پر افغان ولس د خپلې خوښې نقاشي کړې څئرې واکمنې کړې.

له بشه نيولې تر اوباما او اوسني ټرمپه پورې، په ډېره سپين سترګۍ سره وايي چې په افغانستان کې د ترهګرو ځالې دي او د دې ځالو له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې نور پوځونو ته اړتيا ده. په نوې ستراتيژۍ سره به د افغان پوځيانو دمخه امريکايي پوځيان په عملياتو کې برخه اخلي.

د نوې ستراتيژۍ عمليات دا شول چې په هرات کې د ولسي وګړو جونګړې امريکايي هوايي ځواکونو په بمونو وويشتې. له عرفې دمخه یې په هرات کې د قربانۍ له وينو د افغان بې دفاع او مظلومو ولسي وګړو وينې وبهولې. په لوګر کې یې هم بې ګناه هغه ښځې او ماشومان په خپلو وينو کې ولمبول د کومو لپاره چې په افغانستان کې په يوه او بل نامه د هغوی حقوق غواړي.

د لوی (قربانۍ اختر) دمخه چې امريکايي هوايي ځواکونو د ټرمپ د ستراتيژۍ په اساس په هرات او لوګر کې د بې ګناه او بې دفاع ولسي وګړو وينې وبهولې، دا د دې مانا ورکوي چې امريکا په افغانستان کې جګړه بايللې او نوره د خپلې ناکامۍ د پټولو پلمه نه لري. په هرات او لوګر کې پر ولسي وګړو بمباري په افغانستان کې د امريکا د ماتې ښه ثبوت دى.

ټرمپ د انتخاباتي کمپاين په دوران کې امريکايي ولس ته وعده ورکړې وه چې په افغانستان او نور هېوادونو کې تاواني جګړې، چې هر کال ورته په ميلياردونه ډالره منظورېږي، پاې ته رسوي؛ خو په ويرجينيا کمپ ډيويډ کې چې ټرمپ له خپلو استخباراتي، دفاعي  او امنيتي مسئولينو سره د افغانستان او جنوبې اسيا د ستراتيژۍ په اړه مشوره کوله، په لومړي سر کې ټرمپ سخت دريځ غوره کړ. ويل یې: د خپل ولس سره کړې وعدې به پوره کوم.

خو د ستراتيژۍ په اړه د مشوره کوونکو يارانو په مشوره یې د خپل ولس سره د نوې ستراتيژۍ په منلو خپله ماتې ومنله. ویې ويل: د ولس په وړاندې په ماتې يوازې زه او په افغانستان کې په ماتې ټوله امريکا له شرم سره مخ کېدونکې ده.

ټرمپ چې د افغانستان لپاره ستراتيژي اعلان کړه، ارګ او نور افغان چارواکو ورته د نڅا لاسونه واچول، خوښي یې پرې وښووله. په ډېره سپين سترګۍ سره ارګ اعلان کړه چې موږ او امريکايي استخباراتو، دفاع او د سنا مجلس غړو په نوې ستراتيژۍ کې ټرمپ ته مشوره ورکړه.

دتېرو ١٦ کالو په دروان کې امريکايي الوتکو تل د ترهګرو په نامه خپله ترهګري سرته رسولې او افغان بې ګناه ولسي وګړي یې وژلي دي. دا دی اوس یې په نوې ستراتيژۍ سره په هرات او لوګر کې د ولسي وګړو کورونه بمبار او پکې یې ښځې ماشومان او د کورنيو غړي شهيدان کړل.

  ارګ، چې ټرمپ ته په وینا یې دا ډول مشوره ورکوي، بيا خو يوازې امريکايي هوايي ځواکونه ترهګر نه بلکې په ارګ کې د ترهګرو ځاله ده. په هرات او لوګر کې چې څومره ولسي وګړي شهيدان شول يا په په ولاياتو کې شهيدان شوي دي، په دې کې لومړی د ارګ ترهګر شامل دي. که په رښتيا سره امريکايي الوتکې ترهګر بمباروي، لومړى بايد سپينه ماڼۍ او وروسته له هغې دې ارګ بمبار کړي؛ ځکه د ترهګرو ځاله په سپينه ماڼۍ او ارګ کې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button