افغانستان له پاکستان غوښتي چې پنځه طالب بنديان وروسپاري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷): د افغانستان د ملي امنيت شورا، له پاکستانه غوښتي چې په هغه هېواد کې بنديان پنځه طالب چارواکي دې وروسپاري.

د امنيت شورا وياند قار شاه رسنيو ته ويلي، چې د دغې شورا سلاکار محمد حنيف اتمر په نيويارک کې د ملګروملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه محمد اصف څخه د پنځو طالب بنديانو د خوشې کولو او افغان حکومت ته د وروسپارلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د دغه طالب بنديانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو پاکستاني رسنيو ويلي، چې په یادو بنديانو کې ملا عبدالغني براد، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سليمان اغا شامل دي.

ويل کېږي، د دواړو هېوادونو چارواکو د خبروپيلولو لپاره يو بل ته شرطونه وړاندې کړي، چې يو پکې د دواړو هېوادونو تر منځ د بنديانو تبادله ده او افغان حکومت دغه بنديان د سولې د خبرو پيلولو لپاره مهم بللي.

د ملي امنيت شورا وياند ويلي، چې افغانستان او پاکستان د سولې د خبرو پيلولو لپاره يو بل ته ګڼ شمېر موضوعات وړاندې کړي، چې راتلونکې اوونۍ کې به د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ په يوه ګډه ناسته کې بحث پرې وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button