سوريه کې دوه روسي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۴): روسيه وايي، چې د سوريې په ديرالزور ولايت کې د يوې چاودنې پر مهال د دوی دوه عسکر وژل شوي دي.
د روسيې د دفاع وزارت ويلي، چې يو پوځي ځای پرځای وژل شوی او دوهم عسکر روغتون ته د وړولو نه وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د سرچينې په وينا، يادو پوځيانو غوښتل چې د عملياتو لپاره د ديرالزور يوې سيمې ته ولاړ شي، چې په لاره کې پرې چاودنه ترسره شوه.
د دغو دوو پوځيانو له وژل کېدو سره سوريې کې د روسيې د وژل شوو عسکرو شمېر ۳۴ تنو ته لوړ شو او د راپورونو له مخې د ۲۰۱۵ په سپټمر کې يوه روسي عسکر ځانوژنه هم کړې وه.
روسيه له تېرو درې کلونو راپديخوا په سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ د وسله والو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات او مخامخ جګړې کوي.
تر اوسه د دغه بريد په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.



