دواده شپه که دسنګر شپه!؟

فرمان الله

دایو څرګنده خبره ده چې په إنسان باندې بیلابېل پړاونه راځي .انسان په لومړي پړاو کې دمور په رحم کې تر څلویښت ورځو پورې منې وي روسته بیا مضعه شي بیاعلقه شي روسته جنین شي چې لوی څښتن تعالي پکې روح واچوي .

تقریبآ ۴۸اونۍ دمودې په اندازه یو إنسان دمور په ګېډه کې وي ډېر لږ انسانان دیادې مودې څخه لږ یازتې مودې لپاره دمور په ګیډه پاتې کیږي.

کله چې یو ماشوم دنیاګۍ ته سترګې وغړوي هر ماشوم چې لږ لوی شي دوی ډېرې هېلي لري یو دماشومانو هېلو څخه داده چې ماشوم هېله لري چې ژر تر ژره ځوان شي او کله چې دځوانۍ پسرلی ورباندې راشي نوبیا د نکاح کولو ،واده کولو خیال پلونه ډېر وهي خوخېر د واده خیال یې پر حقیقت بدل شي.

په واده کې د نکرېزو شپه او د واده شپه په ژوند کې ترټولو نه هېردونکې خوږه خاطره وي.

نو زه چې ماشوم وم ډېرې هېلې مې درلودې اوس چې فکر کوم ټول ماشومان ډا ډول ډېرې هېلې لري.

هوکې! مابه هم هر وخت د واده خوبونه لیدل او په افغانۍ ټولنه کې واده کول څه آسان کار ندی لس لکه یا هم تر هغه لږ کم ولور او ناوړه دودونه سړی اړ کوي چې یابه له وطن مسافرۍ پسې ووځي یابه نورو ناوړو کارونو ته لاس آچوي.

زه هم دغو ناوړو دودونو اندېښمن کړی وم بېکارې او ضعیف اقتصاد سره زما په شمول ډېر ځوانان لاس ګریوان دي.

لنډه داچې واده مې چمتو شو، د واده شپه کې مې داسې احساس کاوه چې ګواکې همدا د واده شپه د ژوند تر ټولو خوږه شپه ،دخوشالیو ډګه شپه ده او دواده شپه یو نه هېردونکې شپه ده.

خو نه _ نه _نه!! د واده شپې څخه یو بله شپه هم شته چې ما له طالبانو سره په سنګر کې تېره کړې ده دا مې د ژوند تر ټولو خوږه شپه وه.

تیرکال زما د یو ټولګیوال ملګري واده ؤ ماته یې هم بلنلیک رالیږلی ؤ زه هم د ده واده ته ولاړم البته زما د ټولګیوال کور مې د طالبانو ترواک لاندې سېمه کې ؤ.

دټولګیوال کور ته مازدیګر مهال ورسیدم، دده واده ته دوې ورځې پاتې وي مازدېګر مهال موږ د منظرې په موخه د سیند غاړې ته ولاړو.

شاوخوا په لوړو درختو کې مې سپین،سپین بیرغونه ولیدل چې په ناز_ناز رپاند ول تنكي تنكي ځوانان مې ولیدل په موټرسایکلو ښکته پورته کیدل.

په سېمه کې امنیت خورا ټنګ وو او د آرامۍ فضا خوره وه ما داسې احساس کاوه چې خوب وینم.

دماښام لمونځ لپاره جومات لاړو دماښام آذان یو څڼور ځوان وکړ چې ډېر خوږ اواز یې درلود.

د لمونځ نه وروسته دکلي خلکو طالبان خپل کور ته دماښام ډوډۍ لپاره بوتلل،زما دټولګیوال سره هم څلور تنه طالبان کور ته راغلل.

له ماسره سلام _ علیک وکړ ، دشپې ۱۲بجې امریکایانو چاپې غږ وشوو ټول طالبان خپل سنګرونه ته ولاړل نو زه هم ورسره ولاړم که څه هم هغوی ډېر ټینګار وکړ چې موږ سره سنګر ته مه ځه امریکایان راځي درنه جګړه کیږي ته میلمه یې په کورکې پاتې شه !!

خو آخر دا شوه چې زه هم ورسره ولاړ ، سنګر ته ورسیدو طالبانو په منظم ډول سنګرونه ونیول ،په هرسنګر کې دتلاوت غږونه راتلل ،ډېرو لمونځونه کول او دلوی څښتن تعاليٰ څخه یې د بریا دعاوې کولې !

لږ ځنډ وروسته ډبډبۍ څرخکې راغلې امریکایان پیاده شول چې دطالبان سنګرو ته رانژدې شول طالبانو د تکبیر په ملکوتي چېغو ورباندې تعرض پیل کړل چې درنه جګړه وشوه ډېر امریکایان مردار شول چاپه ماته شوه !!

طالبانو چې چاپه ماته کړه ټولو دخوشالۍ څخه ژړل او دشكر سجدې یې خپل رب جل جلاله ته لګولې.

په جکړه کې ۲‎تنه طالبان هم شهیدان شوي و طالبانو دخپلو شهیدان جسدونه دهغوی تر کورنۍ ورسول چې دیو شهید کټ ما په خپلو اوږو دده ترکورنۍ ورساوه چې دشهید سپین ږیري پلار خپل شهید ځوی ولید نو ویل “مبارک شه زویه ته خپلې ارزو ته ورسیدې” سپین ږیري پلار یې خپل لاسونهد آسمان په لورته لورته کړل او وویل خدایه !! زما دځوی شهادت قبول کړه خدایه! زما د زړه ټوټه نن شهید شوی دی ته یې قبول کړه !

نو یقین وکړئ!چې د واده دشپې چې د ژوند ترټولو خوږه شپه ده له دې څخه د سنګر شپه په سنګر دکمین دانتظارشپه د ژوند ترټولو خوښه شپه ده.

ځوانانو :تاسو یوځل دسنګر ته لاړشئ دسنګر خوند که مو ولید بیابه دا دده بیغرتۍ ژوند به  هېڅله خوند درنکړئ!!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button