
تبصره
په افغانستان کې د امنيتي ستونزو د راکمولو او ډاډمنې سولې په موخه پخواني واکمن کرزي هم څو څو ځلې هڅې وکړې، ویل به یې: افغان علماء کولاى شي په هېواد کې د روانې جګړې په پای ته رسېدا کې مرسته وکړي، دوی دې په پوره اخلاص په جګړه کې له ټولو ښکيلو خواوو څخه د جګړې پای وغواړي، جګړه به پای ته ورسېږي.
د حامد کزي وينا غوره وه خو عمل یې پرې نه کاوه؛ عمل یې پرې ځکه نشو کولای چې د جګړې د پای ته رسېدا واک ورسره نه و، په ارګ کې به یې د ګډونوالو په وړاندې څو د افغاني غيرت خبرې وکړې، په ځان به یې پېريان راوستل، بيا به د غونډې ګدونوال د کرزې تر تاثير لاندې راغلل. په همدغه چل ول سره یې خپله دوره پای ته ورسوله. لکه څرنګه چې یې ويل، هغسې یې علما سره راټول نه کړل او نه یې په هېواد کې جګړه پای ته و رسوله، بلکې امريکا ته یې په افغانستان کې د ٩ نظامي اډو د پنځوس کالو د شتون زمينه برابره کړه.
د اختر په ورځ په ارګ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته اشرف غني هم د کرزي په ويناوو شخوند وواهه، ویې ويل: علماء دې په خپلو کې يووالې راولي. خو اشرف غني يوازې د سني او شيعه د علماء يووالي ته اشاره وکړه، په هېواد کې یې د سني – شيعه اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره يادونه وکړه، د بشپړ امنيت وينا یې نه ده کړې. البته کرزی له اشرف غني زړه ور ؤ، په وينا کې به یې کله کله د بشپړ امنيت وينا هم کوله، غني خو د بشپړ امنیت وينا د کولو صلاحيت هم نه لري.
د اشرف غني په وينا کې درې ټکي د پام وړ دي، يو دا چې په خپل هېواد کې یې د سولې لامل ګاونډيان او په تېره بيا پاکستان ته اشاره کړې ده، دویم دا چې د سني او شيعه علماؤ په يووالي سره مذهبي اختلافات له منځه وړل کېداى شي، درېم یې دا وويل چې له پاکستان سره سوله غواړو؛ دا درېم ټکې یې د ډيرې حيرانتيا وړ دی، جګړه یې له خپلو مخالفو افغانانو سره ده او سوله له پاکستان سره کوي. سياسي او غير سياسي يا لوستو او نالوستو ته هم څرګنده ده چې په افغانستان کې جګړه امريکا پيل کړې ده، سوله څرنګه له پاکستانه غواړي؟ په هېواد کې د افغانانو ترمنځ اختلافات دي چې جګړه یې دوامداره کړې ده او دوی سوله له پاکستانه غواړي؟
په افغانستان کې د علماوو ترمنځ يووالي ته دېرش کاله وړاندې اړتيا وه، خو هر يو جهادي تنظيم د خپلو خپلو ګټو لپاره له علماوو کار اخیست، د خپل ګوند په پلوۍ به یې پرېکړه کوله، خپل ګوند به یې په حقه او مقابل ګوند به یې په يوه او بل نامه ياداوه. په افغانستان کې چې تراوسه پورې جګړې روانې دي او لا به روانې وي، د دې ټولو وينو توېيدلو مسئوليت د هغو تنظيمي علماوو په غاړه دى چې د خپل ګوند په پلوۍ سره یې خپل وروڼه افغانان په جګړه سره اخته کړي دي.
په ارګ کې راغونډ شویو علماوو ته اشرف غني یوازې د سني او شیعه ترمنځ د مخالفتونو د پای ته رسولو وینا وکړه، په ټول هېواد کې د علماوو د یووالي په صورت کې یې د جګړې د پای ته رسېدا او علماوو د غونډې اراده ځکه نه وه کړې چې په هېواد کې د علماوو له لیارې یې د سولې واک یې نه درلود.
دوه کاله دمخه چې اشرف غني د سپتمبر په میاشت کې ابوظهبۍ ته تللی و او هلته یې له شیخ بن راشد آل مکتوم سره د افغانستان د امن په اړه خبرې کولې، مکتوم ورته د اسلامي هېوادونو د علماوو د غونډې او د جګړې د پای ته رسولو د پرېکړې وینا وکړه، خو تر نن ورځې پورې اشرف غني د اسلامي هېوادونو د علماوو د غونډې په اړه خوله ګنډلې ده.
چین څو څو واره اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې او حکومت – مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب ته تیار دی، خو اشرف غني تراوسه پورې په دې اړه له چین سره اړیکې نه دې نیولې. که د اسلامی هېوادونو علماکرام سره راغونډ کړل شي، ډېره ښه او که اشرف غنی دا هم نه شي کولای، یوازې د هېواد په کچه چې ټول د سیاسي ګوندونو پورې اړوند، د طالبانو په منځ کې علماء او هم په هیواد کې غیر سیاسي مخور علماء سره را غونډ کړل شي، د روانو حالاتو څخه د اسلامي شریعت په رڼا کې د خلاصون لپاره یوه پرېکړه وشي، په هغه ورځ به جګړه پای ته ورسېږي.
حکومتی چارواکي او خپله اشرف غني په یوه او بل ګاونډي د ناامنیو تورونه لګوي، خو خپله د ناامنیو په له منځه وړلو کې هیڅ ډول اقدام نه کوي.
په تېرو شپږو میاشتو کې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوه، دفاع وزارت او ارګ یې پړه پر وسله والو مخالفینو ور اچوي، حال دا چې په هرات او لوګر کې ملکي وګړي د بهرنیو پوځونو په بمباریو کې ووژل شول. د قربانۍ او خوشحالۍ اختر یې د هرات او لوګر په ولس په غم بدل کړ.
په اصل کې امریکا نه غواړي په افغانستان کې امن راشي او اشرف غني د امن د راوستلو واک نه لري، په ارګ کې په یوه او بل نامه غونډې کوي، افغانانو ته په سترګو کې د کرزي په څېر خاورې اچوي. که اشرف غني وغواړي په افغانستان کې امن راشي، د ټول هېواد په کچه دې د علماءکرامو غونډه جوړه کړي په هغه ورځ به د قرآن اوسنت په رڼا کې په یوه شرعي پرېکړه جګړه پای ته ورسېږي.




