کابل: هرکال ۴۰ زره متره مربع غالۍ نورو هېوادونو ته صادرېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۴): په کابل کې د افغاني غالۍ اوبدلو مسئولين وايي، چې دوی هرکال په نړيوالو معيارونو برابرې ۴۰زره متره مربع غالۍ نورو هېوادونو ته صادروي.
د دغه غاليو د کمپلېکس د مسئول دلجم منان قاسمي په وينا، په دغه کمپلېکس کې له وړيو نيولې د غاليو تر بسته بندۍ او پلور پورې ټولې چارې په شلو مرحلو کې ترسره کېږي، چې وروسته بيا نورو هېوادونو ته صادرېږي.
قاسمي وايي، د غالیو او فرش په دغه کمپلېکس کې غالۍ په کمپیوټري طرحو او بېلابېلو رنګونو کې د نورو هېوادونو په غوښتنې اوبدل کېږي.
يادکمپلېکس د کابل بګرامیو په پخوانۍ نساجي فابریکه کې د یوه افغان سوداګر له خوا د ۵ میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې اوس مهال پکې د سړیو تر څنګ ۸۰۰ ښځې هم کار کوي.
ويل کېږي له کرنې وروسته غالۍ اوبدل دويم هغه کسب دی، چې ډېر خلک په کې په کار بوخت دي او د افغان کورنيو کلني لګښتونه پوره کوي.



