د بودا په اړه د ګلبدین صایب تېروتنه…!! 

موسي فرهاد

  د بودا پیروان په لوی سر کې پردوو ډلو ویشل شوي چي هنیان Hinayana  او مهایان Mahayana نومیږي او وروسته بیا هره یوه فرقه پر ډېرو ډلو ویشل شوي دي. یوه یې عقیده لري چې بودا مافوق الطبعیت موجود دی او بله یې مافوق الانسان بولي. مطلب داچې د مافوق الطبعیت قائیلین پر اصلي خالق عقیده نلري لکه دهریان یا ملحدین. او دوهمه ډله بیا بودا خپل داسی معبود بولي چې اصلي خالق ته هم څه نا څه قائل دي. نو همدې ډلي ته مشرکین هم ویل کیږي. ولي چې له اصلي خالق سره نور معبودین هم په لمانځلو کې شریک کوي.

لومړۍ ډله په جاپان ، منګولیا، کوریا، چین او نورو سیمو کې آباد دي. د بامیانو د بودا مجسمه هم د همدوی معبود ګڼل کیده .

دویمه ډله یې په سریلانکا، برما، هند، سیام او ختیځ جزائر کې آباد دي. د بامیانو د بودا له مجسمې سره د دوی روحاني تعلق نشته .

 همدا وجه ده چې په بامیانو کې د مجسمو د ماتولو په اړه جاپانیانو ډېر جدی عکس العمل وښود، مګر په برصغیر یعنی هند او نورو سیمو کې یې په اړه هیڅ جدي عکس العمل نه درلود.  هند پر طالبانو له دې امله سخت اعتراض وکړ چې ولي یې د مجسمو له نړولو وروسته پر هغوی باندي بې شمیره غواګاني ذبح کړي. یعني خفګان یې پر غواګانو وو ، نه پر مجسمو.

 خلاصه دا چې د برما بودایي خلک د هغه ځای مسلمانان له دې امله نه وژني چې ولي طالبانو په بامیانو کې د بودا مجسمې وراني کړي ځکه چې دا د هنیان په نوم هغه فرقه نه ده چې د بامیانو مجسمې یې خدایان بلل ، بلکي دا د مهایان په نوم دویمه فرقه ده چې ځان ته نور معبودین لري چې هغه یو سړی هم وي، ډبره هم وي ، غوا هم کیدای شي او دا سي نور… خو د بامیانو له مجسمو سره یې تعلق نشته.

……………………………………………

 دا خو د تاریخي روایاتو په رڼا کې د بودایانو په اړه یوه تحقیقي خبره وه ،  مګر له دې حقیقت نه ګلبدین هیڅ خبر نه دی بیچاره ، ځکه یې پرون په خپله اعلامیه کې د برما د غمیزي پړه ټوله پرطالبانو واچوله.

په داسی حال کې چې په ټوله نړۍ کې تراوسه هیڅ کافر او یا مسلمان دې خبري ته هیڅ نوع اشاره نه ده کړي چې د برما د مسلمانانو قتل عام د طالبانو له لاسه دی.

  د نړۍ اکثره خلک پر امریکا ، ملل متحد ، اروپایی ټولني او نورو ځواکمنو هیوادونو او نهادونو باندي اعتراض کوي چې ولي د دې پرخلاف آواز نه اوچتوي او ولي د برما د ظالم حکومت ملاتړ کوي ، په داسي حال کې چې دا بشری جنایت له څه باندي پیړۍ څخه ادامه لري. کله زیات شي کله کم شي.

مګر ګلبدین صاحب د ټولو کفارو برعکس یوه عجیبه ناپړیته وکړه چې خپل باطني خبث یې ورکې څرګند کړ. او د مدینی منورې د منصوص علیه منافقینو پر نقش قدم یې خپل قدم اوچت کړ.

چې نه یې د برما له مسلمانانو سره خواخوږي غرض وه او نه یې د برمایي بودایانو غندل. بلکي صرف د ځان ښکاروني ، ځان مطرح کولو او په مغرضانه، او منافقانه ډول د طالبانو په وړاندي خپله کرکه څرګندول یې هدف و، وبس.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button