سعودي: رسنۍ باید د جهادیانو پر وړاندې نشرات زیات کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۴ فرید افغان)
که څه هم د نړۍ په سطحه ټولې رسنۍ مکلفې دي تر څو کرۍ ورځ د وسلوالو ډلو، جهادیانو څیره ملتونو ته بل ډول ور وپیژني او خلکو ته یې د مفسدو باغي کړیو په حیث تعریف کړي، تازه د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر العواد ویلي دي چې رسنۍ دې لا د هغوی پرضد خپل نشرات توند کړي.
نوموړي په جده کې د شاوخوا ۱۷۰ هیوادونو په استازي توب د حج د پوښښ پخاطر ورغلیو د ۳۰۰ کسیزه خبریالانو یوې غونډې ته داخبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دوی د نړۍ په مختلفو سیمو کې د وسلوالو مبارزینو د ځپلو پخاطر د هغوی پرضد هر اقدام کړی او لا هم ورسره په جګړو بوخت دي.
د سعودي د اطلاعاتو وزیر وویل جهادي مبارزین د اسلام پرضد راوتلي او غواړي چې د اسلام بل ډول څیره خلکو ته وړاندې کړي.
د سعودي وزیر دې خبرو پراخ غبرګونونه راپارولي ځینو عرب فعالانو په ټولنیزو رسنیو لیکلي؛ د سعودي نوې اداره غواړي چې له امریکایانو څخه په مستقیم الهام د سیکولریزم او غربي تهذیب لپاره رسنۍ لا تقویه کړي.
خو ځینې شنونکي بیا وایي چې عرب پدې توګه غواړي ترڅو هغه لږکي مبارزین هم چې د کفري غاصبو هیوادونو پرضد یې د اسلام او خپل هیواد دآزادۍ پخاطر توره را اخیستې ژغ چوپ کړي تر څو په راتلونکي کې د دوی د عیاشیو لپاره هیڅ خنډ نه وي.
باید وویل شي چې لویدیځوال د خپل کلتور، فکر او فرهنګ د ترویج، او د مخالفینو پرضد د منفي فکر د خپرولو لپاره تر ډیره له رسنیو کار اخلي چې داچاره یې په افغانستان کې هم عملي کړه او دسلګونو چاپي، صوتي، انځوریزو او آنلاین رسنیو په مټ یې د مخالفینو پر وړاندې رسنیز ، تبلیغاتي ډګر ګرم ساتلی دی.



